www.wranga.com

www.wranga.com

 

سرليكونه

لومړۍ پاڼه
پيغامونه
ليكنې ليږل
لټون
اړيكه
بېلا بېلې ليكنې
بحثونه
زيرمتون
سپارښت
غړيتوب

دا مهال

اوس مهال 25 مېلمه او 0 كاركوونكى په ويبپاڼه كې شته .

ښه راغلاست، هيله ده په ويبپاڼه كې د غړيتوب لپاره د غړيتوب ځانګړې فورمه را بشپړه كړئ .

facebook


قاموس


www.wranga.com: ادب او هنر

د دې موضوع په باب پلټنه:   
[ اصلي پاڼې ته بېرته | د نوې موضوع ټاكل ]

دزيتون خواله - شاولي يارزی 

ادب او هنر 

شاولي يارزی 01.09.2010 20:45

دننګرهارد سمسورو بڼونو په منځ کې په چکر وم چې ناببره مې سترګې دزيتون ښکلې ونې ته واوښتې چې خورا ماڼيجنه او ګيله منه ولاړه وه. ترې مې وپوښتل: زيتونه ولي دومره خپه ښکارې، خدای مکړه څه پېښه شوې ده؟ زيتون خپل زوړند سر په ورو راپورته کړاوتابه ويل له څانګو يي سپېرې خاورې دوړيږي په ګيله منه ژبه وويل: خپه به ولي نه يم. هيڅ قدر او عزت مې نشته او نه مې څوک نوم په خوله اخلي. ډېرو ناپوهانو خوڅو کاله وړاندې په توپونو وويشتم، آن د اورراچولو اسره يې راباندې ونکړه. وګوره زما ټوک ټوک بدن او نيم مړاندې څانګې د څومره ناخوالو کيسې کوي. خوله دې ټولو سختيو سره چې خدای قوت راکړاو لاژوندۍ يم غواړم بېرته شنه شم او تازه شم. زياته ګيله خومې لاتاسې ليکوالانو او شاعرانو راځې!
(بشپړ ... | 3212 نور بايټونه | امتیاز : 0)

شعراوشاعري که دوخت ضایع یا waste of time 

ادب او هنرپخوا به مې شعرونه لیکل اولوستل به مې ،یواویونیم به مې یادولودمغزو تشه به مې پرې ډکوله اودتنهایی په وخت کې به مې له ځانه سره شـــــعرونه زمزمه کول ښه به خوشحاله وم چه زه شعر لیکم .په کلي کې به مې دپولواوپټیو په سرښه په مزه کلیوالي شاعري کوله په هغه اوهغه ....شاعراودهغه په شـــــــــاعری به مې ملنډې وهلې اوورپورې خندل به مې خپل لیـــکلي شعربه خوند راکولو هرڅه رانه پاته ؤپه کتاب تونونوکې به مې هم دشاعرانوپه شــعري ټولګوباندې پیسې ورکلې اواخستل به مې شعري کتابونه مې ښایســــته ډیرمطــــالعه کول خو وای وای چې وروستی فکر نه لومړی کیږي دکلي په جماعـت کې به دکلــــــې ملاصاحب وعض اوتبلیغ کولو اومابه په جیب کې دتاویذو په څیر کاغــــــذونوکې اوتې بوتې لیکلې خلکو به په جماعت کې دملاصاحب خبروته غوږ نیـــــولی ؤ،تســـــبیح به یې ویل اوما! اومابه خــط اوخال،شونډې اوذلـــغې ســـــــــــتایلې ،خلـــکوبه لاالاه الله ویل  اومابه  جانان ...لیلا لیلا ویل خـــلکو به دخدای عبادت ،لمونځ او اودس کولو په وظیفواوتلاوت کې به یې ثوابونه لــــټول اوزه !اوزه به دیارپه ښــــایســـــته تندی اواننګي کې دمچکې ځای دلټولو په فـکر کې وم باڼه به مې له غـــشو،ذلفې به مې له ښامارانواو...... سره تشــبه کولې په ادبي فنونو یې هم لږلږپوهیدم اوسربه مې پرې خلاصیدلو.                                                                                   
    
(بشپړ ... | 8818 نور بايټونه | امتیاز : 0)

دځینوحبوباتو ګټې  

ادب او هنر
۱ ـ  ممپلي :که په احتیاط سره وخوړل شي ، دزړه د امراضو سره جنګیږي ،  په ډنګریدو کې مرسته او د کلوسترول او کپورو دکینسر څخه مخنیوی کوي . 
۲ ـ  بادام : په بادام کې هغه غوړ یا تیل پیدا کیږي کوم چې دانسان دوجود دپاره ډیره ګټه لري اود بادام غوړکه په احتیاط سره وخوړل شي(۱) دزړه دناروغیو ، جګ فشار ، فلج او دشکر او دځیګر دځینو ناروغیو څخه مخنیوي کوي .بادام دهډوکو اوغاښونو په ساتنه کې هم مرسته کوي او دښه کلوسترول په جګولو او بد کلوسترول په ټیټولو کې ښه رول لوبوي . بادام همدارنګه  فولیک اسید ،زنک ،سیلینیم ، بیوتین ،کاپر، ریبوفلاوین ، نیاسین او آیرون هم لري .دجلد یا پوټکو دصفا اوشفاف ساتلو کې ګټور ثابت شوی چې نن سبا په ځینو کریمونو کې ورڅخه ګټه اخیستل کیږي .
(بشپړ ... | 5657 نور بايټونه | امتیاز : 0)

زمونږ نړی  

ادب او هنرزمونږپدې نړی کې دډیروکلونو نه دظلم اوزیاتی توره شپه حکومت کوی،تاسوداسې فکر ونه کړئ چې دا دنن خبره ده .دکوم وخت نه چې ځمکه پیدا شوې اودنیا جوړه شوې مونږهمداسې دژوند پسې مړه یو.دمرګ طوفانونه زمونږدکورپرټټرناست دي اود اوراود وینوباران په مونږ وریږي.ته هم مجبوریې زه هم مجبوریم څه به وکړو، دا دپخوانونه مونږ ته سوغات پاتې شوی، مونږ دتیارو څخه وتلی یو خوبیاهم زمونږ دټټر څخه رڼا نه جګیږي، مونږځنګلونه په ښارونو بدل کړی خوبیاهم دځنګل خوې اوعادت مونه دی پریښۍ. پخپل بدنام انسانیت موقسم چې مونږ تراوسه حیوانیت ندی پریښۍ ، مونږسقراط ته دزهروپیاله اوعیسا ته د پهانسۍ ډالۍ ورکړی، دګاندې ټټرموسوری سوری کړ اوکینډي موپخپل وینو ولمباوه .هرمصیبت او کړاوو چې په انسان راځي په هغه کې خپله دانسان لاس وي.
(بشپړ ... | 1933 نور بايټونه | امتیاز : 0)

مرګ اوژوند  

ادب او هنر
دمرګ زړه که څه هم دتیګې څخه جوړشوی ،خوبیا هم دژوند څخه ډیر مهربان  دی .
مرګ خو یوځلې رنج درکوي،ولې ژوند بار بارستا دخوشحالی دښمن وي .
لږترلږه سکون او آرام خومومي ، دچا ژوند چې دمرګ لاس ته ورځي .
رنګ او ذات، نوم او دولت دا ټول شیان ژوند پیژني. ولې مرګ سره دا توپیرونه نشته.
دمرګ څخه که څه هم چاته ګټه نه رسیږي، خوبیا هم دژوند داسارت څخه سړی خلاصوي،
که مرګ چاته د خندا وخت نه ورکوي،خو د ژړاڅخه یې دتل دپاره آزادوي .
که مونږ ونه اوسو نو غم به چاته راځي،دامرګ دی چې دغم هریوداستان ختموي.
 ژباړن : شکرالله طاهري



(بشپړ ... | امتیاز : 0)

لیکوال: شیرین اغا جهانګیر- وینه 

ادب او هنر
      وینه
         د عملیات خونې دوه پټه دروازه په داسې حال کې پرانستل شو چې د پاسه پرې سور ګروپ روښانه وو . ډاکتر له خونې رابهر شو او چاپک چاپک زمونږ په لور راغی. زه او پلار مې دواړه وارخطا پاسیدو او پوښتنه مو وکړه:
خېر خو به وي ډاکتر صیب؟
(بشپړ ... | 9583 نور بايټونه | امتیاز : 0)

پشتو او پشتانه  

ادب او هنر
 

راټولونکى : فضل الرحمن(( زرغونى))
ځيني مؤرخين پدي عقيده دي چې پشتو ژبه دعبراني ژبي اولى صورت دى چې پدي ژبه به حضرت سيلمان (ع) له اًصف او افغانه سره دپټ راز خبري کولي د دغو مؤرخينو په عقيده پشتو ژبه افاغه منځ ته راوړي ده ،
همدارنګه ځيني مؤرخين وائې چې نبي (ص) يو ورځ وويل :  چې په دوزخ کې به دوزخيان په پشتو ژبه خبري کوي ، کله چې خالدبن وليد (رض)  (٥٩٠ - ٦٤٢ م)  داخبره واوريدله نو ډير وخت دخفګان له وجهي درسول الله (ص) (  ٥٧١م ٦٣٤م )حضورته نه ورتلو کله چې حضرت محمد(ص) پدي پوه شو نو دخالد (رض) کور ته ورغى او په پشتو يې ورته وويل : اى خالده غشى او لينده راوړه چې غزا ته ځو !)   کله چې  خالد (رض)د درسول الله (ص) خبره واوريدله نو ډير خوشحاله شو او دزړه خيري ئې پاک شول
(بشپړ ... | 14436 نور بايټونه | امتیاز : 0)

دخدای بخښلي ارواښاد امان الله سیلاب ساپی د ادبي اوفرهنګي شخصیت ارزونه  

ادب او هنر
                   د ښي نه کيڼ خوا ته ښاغلی قاضي عزيز الرحمان ممنون ، ارواښادسېلاب ساپی او د
                                            افغانستان وتلی کمپوزر ارواښاد محمد دين زاخيل

زموږ په ادب پاله ټولنه کې ډیر ادبي ستوري ځلیدلي دي، چې نه یوازې زموږ خلک د دوی دخوږ کلام نه برخمند دي، بلکې د دوی ادبي او فرهنګي مقام او شهرت په نورو ټولنو کې هم د نامتو لیکوالانو او ادب پوهانو له خوا ستایل شوې دي . یو له دغو متبارزومتفکرینو،نوښتګرو اووتلوشخصیتونوڅخه خدای بخښلې ارواښادامان الله
سیلاب ساپی دی . دی یو دروند، نامتواو د لوړواوسپیڅلواوپاکوصفاتوخاوندشاعر و.      
(بشپړ ... | 40860 نور بايټونه | امتیاز : 0)

دځینو سبو ګټې :  

ادب او هنر
۱ـ  چغندر :   وینه کنترولوي ،  کینسر دفع کوي ،   هډوکو ته طاقت ورکوي ،  د زړه ساتنه او محافظت کوي ، اوډنګریدو کې مرسته کوي ،

۲ـ کرم  :     cabbage)  (    کینسر دفع کوي ،  قبض لیرې کوي ، ډنګریدو کې مرسته کوي ، دزړه دناروغیو نه مخ نیوی کوي .
(بشپړ ... | 4250 نور بايټونه | امتیاز : 0)

کوچنوالی دوره یوه ډیره ښکلی او په زړه پوری  

ادب او هنر2010/7/16
ولی محمد نورزی
د وړکتوب او کوچنوالی دوره یوه ډیره ښکلی او په زړه پوری دوری وی. او د انسان په ژوند کی د ښو او بدو خا طرو څخه ډ کی وی. ټولی هغه ښی خا طری او نا خوالی پکښی نغښتی وی چه د اوسنی وخت سره نا اشنا وی . ولی د تیر وخت د عینی شرا یطو پر بنا او بنسټیزو اړیکو باندی رڼا اچوی .او د پښیمانی هیلی را ژوندی کوی.چه دا پخپله د تیرو وختو نو پر وا قیعیت او د ننی ورځی په کړنلارو او عمل باندی پوره او غوره تا ثیر اچوی. ولی د نوی ژوند د پیغام او الهام وړانګی ته يو ریښتنی احسا س ورکوی. چه مونږ یې د ورځنی په ټولو شیبو او پړاونو کی وینو . او دمخا مخی جګړی او زور از مایې سره لاس او ګریوان یوو.چه دا پخپله یو ه طبیعی پروسه ده او د انسان سره تر مرګه پوری ملتیا او ملګرتیا لری. .
(بشپړ ... | 12963 نور بايټونه | امتیاز : 0)

ليكنې ليږل

منځپانګه

Thursday, July 15
· د پیشو او پیشی اړکی د انسان سره( یوه لنډه کیسه .
· د عبد البا ری جها نی په ویا ړ
Saturday, June 26
· د ځینومیوو ګټې
Wednesday, June 23
· دموسيقۍ نړيواله ورځ او پښتو موسيقۍ ته اوښتي زيانونه
Sunday, June 13
· زهر ــ لنډه کیسه/ لیکوال :طالب منګل
Wednesday, June 09
· دکریکټ دلانجې حل
Thursday, May 20
· د چاپي خبرونو تاريخي بهير
Sunday, May 16
· غزل
· شين خالۍ
Friday, May 14
· (د نورشاه نوراني شعر ته يوه لنډه کتنه)

ډېر مخكېني مطالب

بېلا بېلې ليكنېې

· د ختيځي نړۍ ادبيات
·  دکمپيوټر حافظه
· د ټوليزو رسنيو (مطبوعاتو) قانون
· د افغانستان اساسي قانون

شمشاد ويب


 
وړانګه ويب سايټ يوازې د خپلو خپرو شويو ليكنو ننګه كوي ،نورې ليكنې د ليكوالو د نظرونو څركندويې دي ،زموږ توافق ور سره شرط نه دى
د اړيګو پته : wrranga@gmail.com


Skype: wranga.com