مېونداشنا
دونۍ١٤٣١هـ کال د روژې ٢٠
الله تعالی پرګران رسول الله صلی الله علیه وسلم غږ کوي چې ای حبیبه صلی الله علیه وسلم ما هر اومت ته دعبادت لپاره بېله بېله لاره ورښودلې ده چې د هغې لارتلونکي به دوئ وي او تا سره دې جنګ جدل نه کوي بېشکه تاسو دوئ د الله تعالی لارې ته رابلئ ځکه ( صلی الله علیه وسلم ) تاسو رېښتينی یاست .
د هر اومت لپاره کتاب ، کتب سماوي یا اسماني کتابونه :
(۱) زبور پر حضرت داوود علیه السلام نازل شوی دی
(۲) تورات پرحضرت موسی علیه السلام نازل شوی دی
(۳) انجیل پر حضرت عیسی علیه السلام نازل شوی دی
(۴) قران پرمحمدرسول لله صلی الله علیه وسلم نازل شوی دی او پکې د تېر شوي ټولو کتابونه تصدیق هم شوی دی
زبورله لمنځ تلی دی ، تورات او انجیل کې هم لفظي، معنوي او بنسټيزبدلونونه شوي دي چې اوس قران مجید یوازینی کتاب دی چې ټکي په ټکي محفوظ او په خپل اصلي حالت پاتې دی .
قران څنګه او د چا په لاس راټول شو ؟
د دې پوښتنې مختلف ځوابونه دي ، یودا دی چې دا کار حضرت عمر فاروق(رض) کړی دی او کیسه یې داسې ده چې یو ځل یې د یو ایات په اړه وپوښتل نو ورته وویل شول چې دغه ایات یو صحابي ته یاد وو خو هغه د یمامه په جنګ کې شهید شو عمر فاروق (رض) ِانا الله وویل او د قران د راټولو حکم یې وکړ. د قران یو څه برخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې په مختلفو شیانو لکه پر څرمن او داسې نورو هډوکو وغېره لیکل شوې وه او څه برخه یې خلکو ته په یاد هم وه .
لیکل شوې برخه یې یو ځای کړه او اعلان یې وکړ چې هر چاته قراني ایاتونه یاد وي هغه دې راشي او ودې لیکي خودغه ایات به تر هغه وخته نه منل کېږي تر څو کوم بل صحابي شاهدي ورنکړي چې هغۀ هم له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه دغه ایات اورېدلی دی همدغه شان یې د یو کمیسیون په څارنه کې ټول قرآن راټول کړ او ښه په ترتیب یې بیا له سره ولیک ، او څلور ټوکه یې ترې جوړکړل چې یویې کوفې ته ولېږ ، یو يې بصرې ته ، یويې دمشق ته ، او یو یې هم په مدینه کې کېښود .
د یو بل مورخ په وینا عمر فاروق (رض) لا د قران د راټولو اوله لیکنې نه وزګار شوی نه وو چې د شهادت پېښه یې وشوه که څه هم عثمان غني (رض) د خلافت لړۍ روانه وساتله او هماغه تګلاره یې ونیوله چې د یو چا ایات به تر هغه وخته نه منل کېږي تر څو بل صحابي شاهدي ورنکړي خو درېمه او سمه خبره دا ګڼل کېږي چې عمر فاروق(رض) د قرآن په راټولوکې هېڅ ونډ نه ده اخستې بلکې دا کار عثمان غني (رض) کړی دی چې ځینې مورخین یې په نېټه کې سره هم یوه خولۀ نه دي ځینې لیکي ۲۵هجري او ځینې ۳۰ هجري خو بیا ټاپه شوي او تصدیق شوي اسناد ۲۵ او ۲۷ او یا د ۲۸ هجري تر منځه قرآن راټول شوی او لیکل شوی دی.
عثمان غني (رض) په عربي پوستو اوهم په مرکز کې قاریان سره وټاکل چې ټول صحابه کرام ول خو څرنګه چې د صحابه کرامو ذهن او اخلاقو د یو بل سره توپیر درلود همدغه شان یې یاداښت هم سره یو شان نه ول یانې ځینو ته قراني ایات داسې یاد ول لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې یې ښوونه کړې وه او د ځینو په حافظه کې د ایاتونو ترتیب بدل شوی وو او همدغه شان ځیني الفاظ هم .
پدې کې ډېره موده لا تېره نه وه چې د ځینو صحابه کرامو(قاریانو) قرأتونو نوم پېدا کړ لکه مدینه کې ابي بن کعب (رض) او په کوفه کې د عبدالله بن مسعود (رض) خو د هر صحابي (قاري ) شاګردان چې به کله په خپلو خپلو ښارونو کې وۀ ، هېڅ کوم جنجال به نه پېښېد خو چې کله به جنګ ته لاړل او هلته به بیا د بېلابېلو پوستو پوځونه سره یو ځای شول نو ډېر خطرناک حال به پېدا شو. د هرې پوستې عرب به نه یوازې پر خپل قرأت ویاړ او ناز کاوۀ او په مقابل کې د بل صحابي قرأت به یې نه یوه تیروتنه بلله بلکې کله کله خو به خبره ان تر دې ورسېده چې یو بل ته به یې د کافر ټکی هم وکارو .
یو بل تابعي (۱۰۵هجري ) وایي د عثمان غني (رض) په پېر کې چې کوموقاریانو ماشومانو ته قراني سبق ښودۀ نو د دغه قاریانو قرأت له یوۀ بل سره خورا توپیر درلود چې هر یوۀ به کوشنيانو ته په مختلفو قرأتونو سره قرآن اوراوۀ .چې دقرأت اختلاف سره د ماشومانو کورنۍ ډېرې پرېشانه شولې او شکایتونه یې کول چې دا څنګه هر قاري د خپل قرأت صېفت او د بل پر هغې نیوکه کوي چې همدا هغه لامل وو چې عثماغني (رض) یې دقران مجید راټولو او د یو قرأت ( واحدې لهجې) ته يې متوجې کړ او دا مبارک کار یې د یو څو کلنو په تېرېدو سره بشپړ کړ .
د قرآن ، قرأت ( یوه لهجه منځته راړول )
عثمانغني (رض) یو کمېسيون وټاکۀ او دا دنده یې ورکړه چې هغه بېلا بېلې قراني برخې (الجزء لمکتوب و المحفوظ ) چې د ګران رسول الله صلی الله علیه وسلم د وخت بشپړ قران جز په جز سره یو ځای کړي دبېلا بېل قرأت (لهجې) سره ختمې کړي او یوه واحده لهجه سره پېدا کړي . همدغه شان یې سره ایاتونه ترتیب کړل او سورتونه یې ترې جوړ کړل او کوم قران چې ترې جوړ شو نو ټولو عربي پوستو ته یې نسخې واستولې او هغه څه جنجالي او ناندریزه ټکي چې ول هغه یې پاک پرېول .
((د دې کار تر سره کولو سره پرې ډېرو قاریانو صحابه کرامو لخوا نیوکې هم وشوې چې ګواکې عثمان غني (رض) د قران مجید په ایاتونو کې بدلون راوست چې د خلیفة المسلمین عثمان غني د دې عمل په تصدیق کې حضرت علي (رض) وویل که زه چېرته خلیفه وای نو ما به همدغه څه کړي ول څه چې عثمان غني (رض) وکړ.
د سوید بن غفله په حواله د حضرت علي (رض) دا خبره الله الله ! تاسې د عثمان غني (رض) په اړه له مبالغې څخه کار اخلئ ،تاسې ویوئ چې هغۀ په قرآن کې بدلون راوست ، نو تاسې وواياست چې ستاسې د دې قرأت په اړه څه خیال دی چې هر سړی وایي دا قرأت له ټولو نه غوره دی او د نور خلکوهم همدا خیال دی ، قسم پر الله چې دا( کږې وږې خبرې ) کفر دی او اوس چې دا حال دی نو پته نشته چې په راتلونکي کې به څه حال وي .))
زید بن ثابت (رض) او سعیدبن عاص (رض) راوغوښتل شول او حکم یې ورته وکړ چې په تاسې دواړو کې یې یو قرآن ویوئ اوبل یې اورئ (مقابله ) کې او په هر ځای کې چې د کوم ټکي سره ستاسې اختلاف پېدا شي نو زما سره اړیکې ټینګې کړئ .
د دواړو قاریانو زید بن ثابت او سعید بن عاص (رض) چې یوه یوه نسخه یې سره یو بل ته اورېدله نو په قرأت کې په بل هېڅ ځای کې اختلاف سره رانغی یوازې د سورة البقرة په یو ځای کې چې تابوة یانې په (ه) وویل شي اوکه تابوة یانې په ( ت) وویل شي خو کله چې خلیفة المسلمین عثمان غني (رض) سره اړیکې ټینګې شوې نو هغۀ د تابوة یانې په (ت) تلفظ یې سم او پرځای وبول او حضرت علي (رض) یې تصدیق وکړ او ویویل چې څه خلیفة المسلمین عثمان غني (رض) وویل زه هم هماغه وایم او همدغه شان د قرآن د تلاوت قرأت یوه لهجه منځ ته راغله او اوس د الله کلام هر مسلمان او مسلمانه ، عرب وي که عجم تور وي که سپین ،مورنۍ ژبه یې عربي وي که پښتو خو قران په یوه لهجه لولي او اوري .
د وروستۍ وحې د نازېلېلدو نېټه او ورځ
پررسول الله صلی الله علیه وسلم وروستۍ وحې د عرفې په ورځ حجة الوداع د جمعې په ورځ د مازیګر په وخت کې د عرفات په مېدان کې پر ګران رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه مکرمه کې نازله شوه چې لدې وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم یوازې یو اتیا( ۸۱) ورځې په دنیا ځلېد او د وروستۍ وحې الفاظ داسې دي .
نن ما پوره کړ ستاسې لپاره ستاسې دین () او پوره مې کړ پر تاسې خپل احسان () او خوښ مې کړ ستاسې لپاره د اسلام دین () سورة المایدة ۳
او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وروستۍ خطبې ټکي دا ول.
مسلمانانو !! زما نه وروسته ځانونه په فرقو ونه ویشئ هېڅوک پر چا لوی ندی سپینه پر تور ، زورور پر کمزور ، بې لدې چې یو څوک د ښو او نېکو اخلاقو لکبله لوړ مقام ولري.