www.wranga.com

www.wranga.com

 

سرليكونه

لومړۍ پاڼه
پيغامونه
ليكنې ليږل
لټون
اړيكه
بېلا بېلې ليكنې
بحثونه
زيرمتون
سپارښت
غړيتوب

دا مهال

اوس مهال 25 مېلمه او 0 كاركوونكى په ويبپاڼه كې شته .

ښه راغلاست، هيله ده په ويبپاڼه كې د غړيتوب لپاره د غړيتوب ځانګړې فورمه را بشپړه كړئ .

facebook


قاموس


www.wranga.com: اقتصاد،سياست

د دې موضوع په باب پلټنه:   
[ اصلي پاڼې ته بېرته | د نوې موضوع ټاكل ]

دوه ليکنې يوه د چين بله د افغانستان په اړه 

 اقتصاد،سياست

مېونداشنا 

درې نی  د١٤٣١هـ  کال د روژې  ٢٨

 دا هم د افغانستان په اړه چې ولس يې خپله دنده پرېښې ده او د الله تعالی دندې ته يې لاس اچولی دی

 زموږ ژوند او وزګارتیا ټیټ ترین حال ته رسېدلې ده ، د ژوند په تورتمي پړاو کې وسېږو ،  بدمرغۍ سره مخ یو اداري فسادونو، او اخلاق خپل ځای بداخلاقۍ ته پوره پرېښی دی د بداخلاقۍ ښکار شوي یو، د علمیت او د اخلاقو ډیوه مړه شوې ده ، هوښیارتیا، ملامتیااو انسانیت اعدام شوی دی په ټولنه کې د لومړۍ درجې نجس او رذیله خلک زموږ مشران دي په هره ښار ،بانډه او کلي کې ظالمان ، زناکاران او جوارګران زموږ ولسوالان ، والیان ، علاقداران ، او پانګوال دي په ډېرو ځایونو کې خپل سري مشران دي چې د قانون سرغړونه ،لوټ تالان یې ډېر زیات دی دامنیت جرړه یې ویستې ده او داسې ښکاري چې له اسمانه پر موږ د ظلم او سیتم باران وريږي او تر بل هر څه لویه بدمرغي خو لا دا ده چې ځینې خلک د دین  رهبران شوي دي خو خپله په عملي توګه په ټولنه کې مفسد کارونه هم دوئ ترسره کوي او په ټولنه کې ټول شر او فساد د همدوئ لخوا رهبري کېږي اوخلک بې لارېتوب ته هڅوي خو بيا هم موږ کوتک راوانخست او لاريون مو ونه کړ  .

الله تعالی وايي چې قران زما کتاب دی او زه يې خپله پالنه کوم  خو موږ نن کوتکې راخستې دي او د الله تعالی سره جنګ کوو او ورته وايو چې نه موږ افغانان  يو کنه ستا د کتاب به موږ پالنه کوو په داسې حال کې چې ٢٠٠ افغانان  په يوه ورځ کې وژل کېږي او هېواد مو د نړۍ له نقشې نه د ورکېدو په حال کې دی  او موږ يوه ورځ  هم د خپل هېواد او ولس  لپاره لاريون ونه کړ  خو يا يې د ډنمارک پر ضد کوو او يا يې د امريکايي مولا پرضد.  او لله تعالی بيا هم پر موږ غږ کوي چې هېڅوک دې  د ټول عالم ټېکه نه اخلي  هر ولس دې خپله  خپل ځانونه نېغې لارې ته سم کړي  او ښاېسته کارونه دې وکړي  . ځکه هغه څوک چې د ګران رسول الله صلی الله علېه وسلم کارټونونه جوړه وي او د قران سپکاوی کوي  هغوئ ته به د دې سزااو جزا خپله الله تعالی ورکوي او بل دا چې اسلام (دين) ١٤٠٠ کاله پخوا بشپړ شوی دی  او له هماغې ورځې نه دا  ټول انسانان  د ګران رسول الله صلی الله علېه وسلم  په اومت کې حسابېږي  که يې اوس څوک مني ودې مني که نه نو يو شل ځل دې نه مني  .

زموږ تجارت او زراعت پر ټپه ولاړ دی موږ د خپل هېواد د ګټې وټې نه هېڅ خبر نه یو او کفارو نړۍ ته ډېر بې حېثیته بې پته او بې غېرته وروپېژندلواو اوس هر پینځه کال وروسته ګرده نړۍ زموږ لپاره پېسې په خېراتي توګه راټولوي او نوم پرې ږدي "د افغانانولپاره د پينځوکالو خېراتي پېسې "موږ ته د خپل هېواد هېڅ ګټه نه رسېږي او نه مو پکې خوښي او خوشالي شته البته غمونه یې ښه پرېمانه دي  خو بيا هم موږ کوتک راوانخست او نه مو لاريون وکړ .

 کورونه راله بمبار کړي بیا خبر خپور کړي چې دا ټول طالبان ول ځکه چې د طالب نوم نن زموږ په هېواد کې نه بشریت دی او نه انسانیت نو اوس یې موږ  له چا سره ګز کړو ؟ . بيا هم موږ کوتک راوانخست او لاريون مو ونه کړ .

دا شرابیان او جوارګران خپله له قانون څخه هېڅ ویره نه لري او نه کوم انساني قانون په هېواد کې شته او که شته هغه هم په ټولنه کې ځنګلي قانون حاکم دی چې ولسي ژوند یې تر دې رارسولی دی چې حیا او شرم د خلکو له سترګو نه الوتی دی مخ په قبله که پینځه وخته درېږو خو مونځ او دعا مو هېڅ نه قبلېږي ځکه چې د مکې ، مدینې او د بېت الله پاکه خاوره هم پردې مرضونو ککړه شوې ده د بېت الله نه ګرچاپېر یونیم لک امریکایي سرتېري پراتۀ دي دا هغه سرتېري دي چې پکې ښځینه سرتېروته د لواطت عمل قانوني اجازه ده  او زموږ په هېواد کې خو امريکايان زموږ نه هم ډېر دي  او موږ يې  تر دې ځایه رارسولي يوو  که چېرې الله تعالی زموږ لپاره کوم بل رسول راولېږي نو هغه به هم هغه دعا وکړي  چې  بوت پرستو او مرتدو لپاره  يې کوله  خو بيا هم موږ  کوتک راوانخست او لاريون مو ونه کړ

(بشپړ ... | امتیاز : 0)

دخواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواشينۍ پيغام 

 اقتصاد،سياست
 نيټه: ١٥/٦/١٣٨٩ - ٦/٩/٢٠١٠
کابل – افغانستان
په ډېري خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي تيره شپه د کابل په زړو مکرويانو کې د هېواد د ژورنالستانو د ملي ټولني مرستيال، نوميالي ژورنالست او د ملي راډيو تلويزيون وياند سيد حامد نوري د نا پيژندل سوي کسانو لخوا ووژل سو.
انا لله و انا اليه راجعون
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه او ټول غړي د ارواښاد نوري مړينه يوه فرهنګي ضايعه بولي، ارواښاد ته د لوي خداي (ج) د دربار څخه جنت الفردوس، محترمي کورني او د هېواد ژورنالستانو ته جميل صبر غواړي.
روح دي ښاد وي
په درنښت،
الحاج غرزي خواخوږی
د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر
(بشپړ ... | امتیاز : 0)

دافغانستان ولسمشر ښاغلی حامد کرزي ته يو سر خلاصی ليک 

 اقتصاد،سياستمحترم ولسمشره!
لکه څنګه چی تاسی ته او ټولی نړۍ ته ښکاره ده چی تاسی د نړيوالو ( غيری افغاني قوتونو)  په مرسته د طالبانو ځای ناستی شولې  او همدا شان  دافغانستان د خلکو لخوا په لويه جرګه  کې تاسو ته ددی خوار ولس  د مشرتوب دنده دروسپارل شوه.  په دوام يي  دوه ځلی څه  د خلکو لخوا  او څه په زوردیو منتخب جمهور ريس په توګه  انتخاب شوی . زموږ ولس دامني چې تاسی ته دنورو  څخه  درپاتی زياتی ستونزی  بی شميره وی  اود هغو ستونزو حلول هم اسان نه وه،  تر يوحده ستا په کارونو کې نړيوالو  هم مرسته کوله.
 له دی هيڅوک سترګی نشي پټوالای چې ستا په دورو کې کار نه دی شوی،  ولی ددی لوړوامکاناتو او بی ساری مرستی  چې ستا د تیم سره  د نړيوالو لخوا  وشوی  ډير کم کار شوی،  ځکه ولس او نړيوال   ندي قانع .  زما له نظره کومی وعدی چې تا له خپل  زوريدلي ولس سره کړی    وی سرته ندي رسیدلي اوتاسو په دی لوی وطني ملي دنده کې پاته راغلي ياستی ستا د وعدو نه عملي کيدلو  لاملونه خورا زيات او د لمر په شان روښانه  دي خو زه يي يو څو د ګوتو په شمیرپه لاندې توګه یادونه کوم  .

(بشپړ ... | 6987 نور بايټونه | امتیاز : 0)

ګریشک ددوو بلاوو په غېږ کې 

 اقتصاد،سياستګریشک دهلمند ولایت یوه ترټولو متمدنه ولسوالي ده ، چې دډېره وخته یې وګړي په علمي چارو اخته  دي ، د څو لسېرو راپدې خوا زموږ ګران هیواد افغانستان په ځاګړې توګه هلمند ولایت ډیر ناامنه سوی ، ددې ولایت یوه ولسوالي دګریشک په نوم یادېږي چې وګړي یې اکثریت دهلمند ولایت دوالي محمد ګلاب منګل په راتلو ډېر خوشاله وه ، خو پدې ورستیو کې ګلاب منګل نه یوازي دا ولسوالي له نظره غورځولې بلکي داسي دولتي چارواکي یې په کار ګومارلي چې هغه په پخوا کې ښه سابقه نلري، زه په کوم سیاسي ګوند او کړیو کې راشکېل نه یم ، زه یوه عامه ښوونکې یم، او په ګرشک ولسوالۍ کې ژوند کوم ، رښتیا خبره داده چې دیوې خوا اختر راغی او دبلي خوا په ګرشک کې دورځي سړی له کوره نسي راوتلای ، زما دلیکني سرلیک (ګرشک ددوو بلاوو په غېږ کې ) دا مانا ورکوي چې له یوې خوا ددولت مخالفین (طالبان او القاعده ) په دې ولسوالۍ کې ډير قوي سوي او هر څه چې وغواړي تر سره کولای یې سي او له بلي خوا دهلمند والي دغه ولسوالي له نظره غورځولې او ددې ولسوالۍ لپاره یې داسي خاین ولسوال راستولی چې دخلکو دتذکرې عارضه لا په پیسو ورته امضا کوي ، دا خاین (محی الدین خان ) هغه څوک دی چې دهلمند ولایت دلښکرګاه په ښار کې یې دمعارف ځمکه په ملا شېرمحمد اخند باندي ټوله غیري قانوني ووېشل چې دوه مارکېټه ده ته هم پکې ورسېدل ، پردې سربیره چې ګلاب منګل ددې خاین په اړه ډیر ښه معلومات لري ، لا یې زموږ پر سره ولسوال ټاکلی، څو  ورځي وړاندي په ګرشک کې یوه دپولیسو لویه پوسته دطالبانو لخوا یو ړل سوه ، چې په پایله کې پنځه پولیس مړه او دوه په تېښته بریالي سوه، خو هغه بله شپه زموږ ولسوال صیب ( محی الدین خان ) په هلمند تلویزون کې مېلمه وو ده پردې ټنګار کوی چې البته په ګرشک کې امن دی ، دا داوس په سترګو کې خاوري ور اچول دي ، دیوه بل خبر له مخي چې دیو دوست په مرسته مي ترلاسه کړ (۴۰۰۰) واټر پمپونه دګرشک ولسوالۍ ته راغلي ، اوس دي منګل صیب راسي ودې ګورې چې څومر پاته دي او څومره ولسوال صیب غلا کړي دي ، دا غلا وي یوازي دا ولسوال صیب نه کوي بلکي پدې سیمه کې نور وګړي هم ورسره لاس دي ، دګرشک دټولنیزي شورا سره هم ولسوال صیب څو څو ّځله په ټکر کې راغلی چې البته دده سره په رشوت او ناوړه کارونوکې لاره نه وړي، ددې او نورو خبرو قضاوت په هلمندي اولس پوري اړه لري چې دا سړی ددې لیاقت ، وړتیا لر ي چې پردې زیاتو جنایتونو او ریشوت اخیستلو سربیره دي دیوې غوره ولسوالۍ ولسوال وټکل سي ، محی الدین خان چې کله په هلمند کې دولایت اداري رئس وو داسي چړچې یې وکړي چې خپله والي هم ندي کړي او ټول واک یې دشیرمحمد اخندڅخه پخپل لاس کې اخیستی وو، دا داسي خبري ندي چې البته په ګرشک ولسوالۍ کې به بل څوک نه وي په خبر ټول ښه په خبر دي ، ما دالیکنه وکړه ددې په خاطر چې دهلمند  ولایت اداره خبره کړم ، ترڅو پدې اړه محمد ګلاب منګل داسي اقدام وکړي لکه دهلمند دحج اوقاف دریاست درئس په اړوند چې تر سره کړه چې دریمه ورځ یې په رشوت ونیوی او زندان ته یې ولېږی ، یا په بله وینا چې خپل مشاور سلیم یې درشوت په تور زندان ته ولېږی ، ښاغلی والي صیب زه یوه معلمه یم ستاسو سره مي په وار وار په ډیرو غونډو کې ګډون کړی حتی یوه ورځ دنسوانو دلېسې دمعلمینو سره ستاسو دفتر ته درغلې یم ، زما هیله داده چې تاسو دګرشک ولسوالۍ ته فکر وکړئ چې پر موږ څه تېرېږي ، داسي خاین ولسوال دي رالېږلی چې هغه بېله پیسو خبره هم دعامو خلکو سره نه کوي،
دان لاین رسنیو څخه مي دا غوښتنه ده چې داز ما (ستاسو زورېدلي ) خور دزړه اواز دی چې ددې ټولني دسمون لپاره مي پورته کړی دی .
 

معلمه : ع ، حميدي ، ګرشک ، افغانستان
(بشپړ ... | امتیاز : 0)

په هيواد کې ادارې فسادته څوک لمن وهې؟ 

 اقتصاد،سياست
سباوون  ساحل 

     شينوارې    
   
                           
 

که څه هم په ټول هيواد کې د هر وگړې او هر چارواکې په خوله يواځې هم دا يوه خبره ده چې ادارې فساد دي ادارې فساد دي نو  نه پوهيږم چې دي  ادارې فساد ته څوک لمن وهې او څوک په ادارې فساد کې ښکيل دې ځکه   هر وگړې او هر چارواکې که هغه لوړ پوړې دي او که واړکې وې خو په خوله يې هم دا يوه خبره ده چې په هيواد کې  ادارې فساد دي خو زما په اند نن سبا هر شخص چې څو مره يې د وسه پوره وې په ادارې فساد کې لاس لرې هغه ځکه چې که د نن سبا زده کوونکو خبرو ته کينې نو هغو هم هم دا خبرې کوې چې هغه ښوونکې ښه دې په يوه موبايل کارت سړې کامياب وې  نو نن سبا چې ځينې ښوونکې په ادارې فساد کې لاس لرې نو د هغه په لاس روزل شوې زده کوونکې به څه د بډو اخستو ته ټينگ شې .اوس راځم اوسنې وخت ته نن سبا   چې د ښار په هر واټ کې وګورې په سلگونو نوماندانو به په خپلو انځورونو ليکلې وي چې زما يو موخه په هيواد کې ادارې فساد ختمول دې نو نوماند صاحب ته خو همدا اوس هم ادارې فساد ته لمن وهې ته به  له خاورې او هيواده  ادارې فساد څه  ختم کړې . هغه ځکه چې ته اوس له يوه ځوانه په يو جوړه لباس رائه اخلې او هغه ته د بډو اخستلو لاره ورښايې ته به خاورې  کې څڼگۀ ادارې فساد ختم کړې او څه به يې  له هيواده ورک کړې  داسې ډير مثالونه ده نور هم شته چې سړې ورته فکر کولې شې خو دومره څوک نشته چې درته ووايې چې وروره ادارې فساد خو همدا ستا څو په څير خلک را رواج کړې دې نو څنکه به يې ختم کړې
خو ادارې فساد يوه ښه وسيله ده د ځينې خلکو  لپاره د ډال په خيث ترينه کار اخلې او په هم دي يوه جمله ځان يو مقام ته رسوې .خو زه اوس دې ته فکر وړې يم چې هر سړې وايې چې ادارې فساد له منځه وړو نو دا ادارې فساد به اخر وې په کوم ځايې کې او څوک به ورته لمن وهې لوړ پوړې چارواکې هم هر وخت د رسنيو له لارې همدا يوه چغه وهې چې ادارفساد دې هر څوک رشوت اخلې خو کله ناکله چې د رسنيو له لارې واورې نو وويل شې چې يو لوړ پوړې چارواکې بيا په ادارې فساد تورن شودا خو لا څه کوې څه موده وړاندي يو لوړ پوړې چارواکې د لوې څارنوالي له خوا ونيول شوه خو را سبا ته بيرته د ولسمشر له خوا خوشې شوه نو بس دي نور به په دې خپل سر نه خوږو دا يوه ستونزمنه مسئله ده
نه پوهيږم څنگه څوک نه پوهيږې چې دلته کومه لوبه روانه ده له يوې خوا ادارې فساد رواج مومې او له بلې خوا يې ختمول غواړې هه هه هه هه هه ههههه دا کومه لو به روان
(بشپړ ... | امتیاز : 0)

يواځې ښاروالي نه، بلکې موږ هم ګرم يو 

 اقتصاد،سياست
يواځې ښاروالي نه، بلکې موږ هم ګرم يو 

رفيع الله روشن


که چېرې ووايو چې په هرڅه کې ښاروالي او مسؤولين ګرم اوپړه دي نو دابه ډېر زياتى او بې انصافي وي.

که ښاروالي په خپلو کارونوکې څومره سسته اوپاتې معلومېږي اوکوم کارونه چې بايد ترسره يې کړي نه يې دي ترسره کړي ،نو له بلې خوا زموږ ښاريانو هم خپل رسالت اومکلفيت سرته ندى رسولى اونه يې له ښاروالۍ سره هغه مرستې کړي ،چې بايد کړې يې واى .

(بشپړ ... | 7230 نور بايټونه | امتیاز : 0)

دوه ليکنې يوه د چين بله دافغانستان په اړه 

 اقتصاد،سياست
مېونداشنا
 پينځنۍ د١٤٣١هـ کال د روژې ٢٣
دا هم د چين په اړه 
د چين د اوسني انقلابي حکومت  رامنځته کېدو نه مخکې په چين کې اپين داسې خوړل کېدۀ لکه خلک چې ډوډۍ خوري  د چين هر وګړی  د اپين نشه يي وو حتا کوشنيانو هم د اپين خوړلو عادت اخستی وو او ګردې نړۍ به  چينايانو ته د اسيا مرض ويلو .
خو چې کله  د ماوو او چواين لايي ګوند په چين کې انقلاب وکړ او يو انقلابي حکومت يې رامنځته کړ نو انقلابي پرېکړې يې وکړې او بيا يې عملي هم کړې .
پدې وخت کې پر اپينو د بندېز خبره هم مخې ته راغله که څه هم پر اپين بندېز لګول خواره ګران کار وو ځکه چې خلکو اپين يو روا او د ژوند د تېرولو لپاره اړين خواړۀ ګڼل  .
خو اخر قانون هم  جوړ شو په ټول هېواد کې د اپينو پر کر کيله، پېرودلو او پلورلو، خوراک او ساتلو بشپړ بندېز ولګېد . او له قانونه سرغړونکو لپاره ډېره سخته جزا وټاکل شوه  او بيا دغه قانو د چواين لايي مخې ته د لاسليک لپاره کېښودل شو .
د چواين لايي ستونزه دا وه چې خپله هم د اپين نشه يي وو او له کوشنيتوبه د اپين نشه يي وو . هغۀ دا قانون لاسليک نه کړ او وېوېل تر څو چې زه خپله د اپينو نشه پرېنږدم تر هغه وخته پورې دا قانون لاسليک کولی  نشم ، او نه دا زما  له شانه سره ښايي چې  يوداسې قانون لاسليک کړم چې خپله يې نه  منم .
وېل کېږي چې چواين لايي له ښاره لېرې يوې کوشنۍ بېلې ته ولاړ او هلته به يوازې خوراک څښاک ورسېدۀ اپين نه ورسېدۀ ، ورسېدۀ خو هغۀ به نه غوښتۀ ځکه چې له همدغې اپين  نه د ځان خلاصولو په موخه دغې شړې بېلې ته تللی وو او پوره درې مياشتې يې دغه شړه بېله کې تېرې کړې  .
کله چې پر دې پوه شو چې دومره موده يې پرته له اپين خوړلو نه  تېره کړه او نوريې  هېڅ اپين خوړلوته  اشتيا نه کېږي وروسته له هغې يې پر اپين خوړلو بندېز ولګاوۀ او قانون يې لاسليک کړ .
د دغه قانون برکت وو چې ټول چين يې وژغورۀ او له اپينه يې پاک کړ ځکه چې قانون  ښه په کلکه عملي شو .
پر داسې خلکو الله تعالی غږ کوي  او زېری ورکوي 
 ان الذین امنو والذین هادو والنصاره والصابیئن () من امن بِل اللهِ والیَومِ الاخرِ وعملَ صالحًا فلهٌم أجرٌهم عندربهِم ولا خوفٌ علیهم ولاهم یحزنون " سورةالبقرة ایات ۶۲
ژباړه : بېشکه هر هغه چاچې ایمان راوړی وي او هغه څوک چې یهود شوي دي او یا نصارا او صایبان دي  ـ هر هغه څوک چې پر الله تعالی او پر وروستۍ ورځ (  د قیامت پر ورځ )  ایمان لري  او ښاېسته کارونه وکړي  د دوئ ټولو لپاره ثواب شته او د رب العالمین په ور کې ددوئ لپاره ویره نشته او دوئ دې نه خفه کېږي  الله تعالی لوی بښونکی او مهربانه دی .
(بشپړ ... | امتیاز : 0)

ملا دروحانيت اوجومات نه په جلا تله كې  

 اقتصاد،سياستلومړۍ مقاله
م۔ا۔كرگر  
ټولنپوهنيز –كلتوري بحث
شرقي فرهنگ ديو ډول روحانې اومعنوي ارزښتونو مجموعه ده ٠ داسلام سپيڅلي دين دافغانانو په فرهنگ اوټولنيز ژوند كې ژورې ريښې لري اويا په بل عبارت ټوله بوده اوتنسته يي له اسلامي عالي ارزښتونو جوړه ده ٠ زموږ په هيواد كې داسلام مقدس دين  دعلم پوهي٬ ترقۍ اوتعالى له پاره مثالي اونمونه يي ارزښتونه را منځ ته كړي دي ٠ اسلام اواسلامي مناسك دپرديو په وړاندې تل زموږ دخلكو اواولسونو ديووالي اوپاڅون له پاره دالهام منبع وه ٠
(بشپړ ... | 14597 نور بايټونه | امتیاز : 0)

دولسي جرګې لپاره وړ نوماند څوک کيداې شې؟ 

 اقتصاد،سياستسباوون ساحل
که څه هم اوس په ننگرهار کې کابو يوسلو شپيتو تنو ځان د ولسي جرګې لپاره نومولي دي او له دوي څخه به يواځې څوارلس تنه کامياب يږي دا چې څوک کامياب يږي  او څوک نه دا فيصله يواځې ولسي وگړي کولاې شې ځکه که دوي هر چا ته رايه ورکړي همغه به پارلمان ته لاره پيداکړي . نو اوس دلته سوال دا دي چې څوک وړ نوماند دي؟ څه فکر کوي چې وړ نوماند څوک دي ؟ هغه څوک چې ټول ښار يي پر لويو عکسونو بدرنگه کړي او که هغه څوک چې ټوله ورځ يي د مختلفو رسنيو له لار علانونه او دا نه پوره کيدونکي موخې اوري راځې چې لږ فکر  وکړو او له دي يوسلو شپيتو تنو نه هغه څوک انتخاب کړو چې حد اقل پارلمان ، وکيل او د هغه  دنده خو وپيژنې
پنځه کاله وړاندي چې کله د ولسي جرګې د وکيلانو ترمنځ سيالي پيل شوي نو په هغه وخت کې زمونږ نوماندانو  داسې موخې او اهداف په خپلو وړو کارتونو کې ليکلي وه چې هغه کارونه به  يو وزير هم نه شو کولاي  اوس خو  لا  دومره ښه شوې وايي چې زمونږ دنده نظارت دي . که غوآړي په دي ټولو نوماندانو کې وړ کس په نښه کړي نو په مختلفو رسنيو کې د نوماندانو خپرونې وگوري او واور ي . ما خپله يو شپه له يوه تلويزون څخه د نوماند خپرونه اوريدله نو دري نوماندان يي ميلمانه کړي وه . نو له يو څخه د خپروني چلوونکي پوښتنه وکړه چې موخې ده څه دي نو ده ورته وويل چې هغه خو زما په کارت کې شته دي نو د خپرونې چلوونکي يو ځل بيا ورته وويل چې هڅې يو دوه دانې خو يي ووايه چې ليدونکې خبر شې چې ستا موخې څه دي ده بيا ورته وويل چې موخې مې په عکسونو او کارتونو کې چاپ کړي که څه هم دي نوماند پنځه کاله په ولايتې شورا کې د وکيل دنده اجرا کړي وه . نو اوس تاسو  ووايي هغه څوک چې خپله ورته خپلي موخې نه وي معلومې نو هغه به څه خدمت وکړي راځې په دي ټول کې هغه څوک انتخاب کړو چې په يوه برخه کې هم نيمگړتيا ونلري .
راځې چې ټول په گډه کار وکړو او د کليو ،بانډو او ښار ټولو هغو خلکو  غوږونو ته دا غږ ورسو  چې اوس هم دځينو په خبرو تيروتي او وايي چې دا ښه خدمت کولاي شې  راځې په گډه خپل راتلونکې پخپله وټاکو هغه چا ته رايه ورنه کړو چې بې سواده وي چې نه د دين په کارونو ښه پوهيږي او نه هم د دونيا
ښه په دي پوهيږم چې هر څوک په دي ښه پوهيږي که چيرته کوم نوماند بې دريغه پيسې مصرفوي يا به يي بيت المال لوټ کړي وي او يا خو به يي په کومه بله  غيري شريعي لاره لا سته راوړي وي . ډير کم به داسي پيداي شې چې هغه به په سمه شريعي لاره گټلې وي . راځې چې داځل داسي نوماندان انتخاب کړو چې د خوب پر ځايي راته کار وکړي تاسو به فکر کوې چې دا څه وايي چې د خوب پر ځايي راته کار وکړي تير ځل مونږ داسي وکيلان ولسي جرګې ته ليږلي وه چې د رسنيو د لاري   يي تصويرونه خپاره شول چې ټولو به په يوه مسله خبري کولې او خبريالا ن به هم موجود وه نو ده به د دي پر ځايي چې د ننگرهاريانو په نماينده ګې  خبري وکړي ويده به وه  زما مطلب دا نه دي چې د تيري ولسي جرگې وکيلان ټول خوبيان وه نه ځيني يي دا سي وه . دا خو له څه کوې څه موده وړآندي مې له يو چا وپوښتل چې هغه پلانکې بيا ځان نه دي نومولې هغه راته وويل ساده گله هغه خو د کورنۍ سره کوم خارجې هيواد ته لاړ نو په همغه وخت کې مه يو افسوس وکړ چې د نورو هيوادونو وګړو ته وګوره چې په خپله خآوره سر ورکوې آو زمونږ ته وګوره چې د هر څه نه د خپل ځان په گټه کار اخلي
الله (ج) دي وکړي چې دا ځل هر څوک وړ شخصيت وگوري او هغه ته رايه ورکړ نه دا چې هغه چا ته رايه ورکړ چې هيواد ،خاوري او ولس دښمن وي                                
(بشپړ ... | امتیاز : 0)

دملکي وګړو وژنه او په خپل سرې عمليات يو لوى ناورين 

 اقتصاد،سياست
2182010
په افغانستان باندي دامريکا اودهغوۍ دمتحدينو د حملي راوروسته په ټول هېواد کې او په ځانګړى ډول پښتون ميشت سيمو کې دشپي لخوا دامريکايې ځواکو نو عمليات او په هغې د عامو وګړو نيول او وژل دالقاعده او طالب په نوم شروع شول ددي ترڅنګ په ودونو ،خيراتونو ،کوچنيانو او او جماعتونو باندي هم دهمدي ټاپي څخه په ګټې اخستني وخت ناوخت ړانده توغندي غورځول کېږي چې هر وخت په کې زمونږ په لسګونو بيګناه افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي .
(بشپړ ... | 9699 نور بايټونه | امتیاز : 0)

ليكنې ليږل

منځپانګه

Saturday, August 21
· افغانستان یوځل بیا د خطرناکې لوبې پرلور
Thursday, August 19
· موږ څه کړي دي چې جشن پرې وکړو
Wednesday, August 18
· دخپلواکۍ دگټلو دتاريخي خاطرې ياد
Tuesday, August 17
· دروان ناورين په اړوند څو پوښتنې
Monday, August 16
· ځنې امريکايي ديپلوماتان هم اپلاتي وايي
Sunday, August 15
· په ننگرهار کې د کيسټونودوکانونه (ميوزيک سنټري)
Monday, August 09
· ايا په ټاکنيز کمپاين ډير لګښت دخد مت په موخه !
Tuesday, August 03
· د اوسني عصر نوماندان او د هغو خورا ډير مصارف
Sunday, August 01
· په افغانستان کې جګړه * لسمه ليکنه *
· د امريکايي پوځ په روغتيايي لګښت کې حيرانونکى لوړوالى راغلى

ډېر مخكېني مطالب

بېلا بېلې ليكنېې

· د ختيځي نړۍ ادبيات
·  دکمپيوټر حافظه
· د ټوليزو رسنيو (مطبوعاتو) قانون
· د افغانستان اساسي قانون

شمشاد ويب


 
وړانګه ويب سايټ يوازې د خپلو خپرو شويو ليكنو ننګه كوي ،نورې ليكنې د ليكوالو د نظرونو څركندويې دي ،زموږ توافق ور سره شرط نه دى
د اړيګو پته : wrranga@gmail.com


Skype: wranga.com