www.wranga.com - د مصور خپرندوى بنسټ د دوهمې مياشتنۍ غونډې راپور

www.wranga.com

 

سرليكونه

لومړۍ پاڼه
پيغامونه
ليكنې ليږل
لټون
اړيكه
بېلا بېلې ليكنې
بحثونه
زيرمتون
سپارښت
غړيتوب

دا مهال

اوس مهال 25 مېلمه او 0 كاركوونكى په ويبپاڼه كې شته .

ښه راغلاست، هيله ده په ويبپاڼه كې د غړيتوب لپاره د غړيتوب ځانګړې فورمه را بشپړه كړئ .

facebook


قاموس


د مصور خپرندوى بنسټ د دوهمې مياشتنۍ غونډې راپور  
Friday, February 27 @ 08:32:07 GMT

 ليكونكى : اجمل تورمان
www.musawar.org

په كابل كې د ماشوم د ادبياتو په برخه كې د مصور په نوم د خپرندوى بنسټ مسوولين په تصويري رسنيو دا نيوكه كوي چې د ماشومانو لپاره خپرونې نه لري او كه لري هم  نو د كيقيت كچه يې ډيره ټيټه ده .



د مصور خپرندوى بنسټ رئيس ليكوال او شاعر علم ګل سحر د دغه بنسټ د كره كتنې په دوهمې غونډه كې چې د تيرې يكشنبې په ورځ د سلواغې د مياشتې په ۲۷ نيټه په كابل كې په ميديوتيك دفتر كې جوړه شوه همدې ټكي ته په پام سره دغه خپرونې په دوه برخو وويشلي :
 (  په تلويزيړن كې د ماشوم خپرونې او پښتو خپرونې دوه ډوله ارزولى شو ، يو دادى چې نشته او بل دا دى كه شته هم تقريباً د ماشوم لپاره نه دي ، يايې كيفيت دومره ټيټ دى چې سړى تمه ځيني نشي كولاى چې د ماشوم لپاره به ګټه ولري )

افغان ليكوال انور وفا سمندر په تصويري رسنيو كې د ماشوم لپاره د يوې توليدي او خپرنيزې ستراتيژۍ د جوړولو د لومړيتوبونو په اړه و ويل چې بايد د ماشوم زاتي وړتياوې په پام كې ونيول شي :
 ( زه فكر كوم هغه څه چې كيدلاى شي په تلويزيوني رسنۍ كې د ماشوم لپاره د يوې توليدي او خپرنيزې ستراتيژۍ بنسټونه اووسي هغه دا دې چې په لومړي ګام كې د ماشوم زاتي وړتياوې بايد په پام كې ونيسي .
زمونږ ماشوم بيايد په دقيقه توګه تعريف شي ، هغه څوك چې په رسني توليد باندې لاس پورې كوي هغه سره بايد دا پوهه وي چې زمونږ ماشوم په څه ډول يو فكري ، ذهني ، رواني ، عاطفي او فيزيكي ماهول كې را لوى شوى ، څه ډول ذهني ځيرمې له ځان سره لري او څه كيدلاى شي .بل د دوى د وړتياوو او اړتياوو له درك څخه ورسته كيدلاى شي چې د دې لپاره ظف غوره او شرايط ورته برابر شي )
 ليكوال او شاعر نجيب الله منلى بيا د ماشومانو لپاره د داسې خپرونو د جوړولو وړانديز كوي چې هغه ماشومانو ته د فكر كولو او منلو وړ وي .

( هغه پروګرامونه چې مونږ يې جوړو كه د كتاب په شكل وي كه د فلم په شكل وي ، كه د كارتونې فلم په شكل وي ، شعر وي يا هر بل شى ، زه بايد ماشوم ته داسې يوه فظا ايجاد كړم چې هغه په كې يو نا اشنا شى وګوري ، او دغه نا اشنا شى هغه يا دى ته وهڅوي چې پې وخاندي او يايې هم دې ته وهڅوي چې پې فكر وكړي ، هغې ته تغير وركړي ، هغه بدل كړي بلې خوا ته يې وګرځوي او يا داسې شى وي چې هغه يې ومني ، نو دغه ټولې لارې زمونږ پر مخ خلاصې او بايد ورنه استفاده وشي .

كه څه په افغانستان كې د تصويري رسنيو يا تلويزيونونو شمير له لسو اوښتى دى خو د ماشومانو لپاره په دغو تلويزيونونوكې يا خپرونې نشته او يا كه شته هم د ماشوم د فكر او چاپيريال په اړه يو بشپړ او روښانه تصوير نه شي وړاندې كولاى .
د مصور خپرندوى بنسټ له خوا په دې ورستيو كې د ماشوم د ادبياتو په اړه د جوړ شوي سيمينار په پريكړه ليك كې هم دې موضوع ته پام اړول شوى او په تصويري رسنيو غږ شوى چې د ماشومانولپاره دې روزنيزې ، معلوماتي او بوختونكې خپرونې جوړې او په مناسب وخت يعنې د شپې په لومړي سر كې دې خپرې كړي .
د ماشوم د ادبياتو په برخه كې د مصور خپرندوى بنسټ د كره كتنې په دوهمه غونډه كې د موږګ لپاره يو كور كتاب چې سولې نيازى پښتو ته را اړوى هم وكتل شو ، د كره كتنې په برخه كې افغان ليكوالو ، ارش ننګيال ، سيد جيلاني جلان ، محمد صابر بې ريا ، محبوب الله محبوپ او ابراهيم هوتك او يو شمير نور ليكوالو برخه واخيسته .
او پريكړه وشوه چې د مصور خپرندوى بنسټ په دريمه غونډه كې چې په كب مياشتې كې به جوړه شي د ماشومنو لپاره پر يو كتاب له كره كتنې سر بيره د ماشومانو لپاره دې د شعر ليكلو په ځانګړنه هم خبرې وشي .
 

 
 
وړانګه ويب سايټ يوازې د خپلو خپرو شويو ليكنو ننګه كوي ،نورې ليكنې د ليكوالو د نظرونو څركندويې دي ،زموږ توافق ور سره شرط نه دى
د اړيګو پته : wrranga@gmail.com


Skype: wranga.com