|
 |
 |
|
اوس مهال 16 مېلمه او 0 كاركوونكى په ويبپاڼه كې شته .
ښه راغلاست، هيله ده په ويبپاڼه كې د غړيتوب لپاره د غړيتوب ځانګړې فورمه را بشپړه كړئ . |
|
|
|
|
|
| Tuesday, July 27 @ 13:32:33 BST
sabaoon sahil
د نورستان په واما ولسوالۍ کې سختو سيلاوونو په سلگونو جرېبه کرهنيزه ځمکه، بڼونه، سړکونه او په لسگونو واړه پولگوټي وړي دي. په همدې حال کې ددغه ولسوالۍ اوسيدونکي له مرکزي حکومت څخه د بېړنيو مرستو غوښتنه کوي. د نورستان ولايت چارواکي وايي، دغه سيلاوونه د دغه ولايت د واما ولسوالۍ په سپرگل دره کې راغلي دي. ويل کيږي، دغو سيلاوونو شاوخوا دوه سوه جريبه کرهنيزه ځمکه، لس بڼونه، څلور کيلومتره سړک او په دغې درې کې ټول رغول شوي پلونه ويجاړ کړي دي. ويل کيږي، ددغې درې قومي مشران د حکومتې مرستو د ترلاسه کولو په موخه د نورستان مرکز پارون ته ورغلي او له سيمه اييز چارواکو سره يې ليدلي دي. سيلاوونو د سپرگل درې اوسيدونکي د تگ راتگ په برخه کې له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي. په نورستان کې دا سيلاوونه په داسې حال کې راوځي، چې د ننگرهار ولايت په بېلابېلو سيمو کې هم سختو ورښتونو په تيرو دوو ورځو کې شاوخوا ١٧٠ کورنه نړولې دي.
|
|
|
|
|
| |
|
اړوندې موضوعګانې
 |
|
|
|
|
|
|