www.wranga.com - دمینی راز

www.wranga.com

 

سرليكونه

لومړۍ پاڼه
پيغامونه
ليكنې ليږل
لټون
اړيكه
بېلا بېلې ليكنې
بحثونه
زيرمتون
سپارښت
غړيتوب

دا مهال

اوس مهال 18 مېلمه او 0 كاركوونكى په ويبپاڼه كې شته .

ښه راغلاست، هيله ده په ويبپاڼه كې د غړيتوب لپاره د غړيتوب ځانګړې فورمه را بشپړه كړئ .

facebook


قاموس


دمینی راز 
Tuesday, July 27 @ 13:30:51 BST

 
رالېږونکی
دمینی راز

څاڅکی څاڅکی له ګلونو سره پایم
سم د مینی له دردونو سره پایم
واه عجیبه می کیسه دبیلتانه ده
 یاد دیار کی بارانونو سره پایم
ماونه لیدل سپرلی دعمر چیری
ژیړ می رنګ دی خزانوسره پایم
سپوږمی مالره رڼا دوصال راکړه
دزړه کورکی شوګیرونو سره پایم
نن می نم دلمدو سترګو کله وچ دی
ستا په یاد چی له خیالونو سره پایم
ماسلګو سره موسم دمینی تیرکړ
راشه وګوره یادونو سره پایم
څوک یی مینه یا خطا یاګناه بولی
زه په زړه کی له داغونو سره پایم
زه په راز دمینی پوه نه یم ترننه
دومره وایم چی اورونو سره پایم

 
اړوندې موضوعګانې

خوږه ژبه

 
وړانګه ويب سايټ يوازې د خپلو خپرو شويو ليكنو ننګه كوي ،نورې ليكنې د ليكوالو د نظرونو څركندويې دي ،زموږ توافق ور سره شرط نه دى
د اړيګو پته : wrranga@gmail.com


Skype: wranga.com