|
 |
 |
|
اوس مهال 16 مېلمه او 0 كاركوونكى په ويبپاڼه كې شته .
ښه راغلاست، هيله ده په ويبپاڼه كې د غړيتوب لپاره د غړيتوب ځانګړې فورمه را بشپړه كړئ . |
|
|
|
|
| د نورستان برګمټال ولسوالۍ |
|
| Tuesday, July 27 @ 13:28:21 BST
sabaoon sahil
د نورستان برگمټال ولسوالۍ يو ځلې بيا د وسله والو طالبانو لاس ته کښيوته. د نورستان والي جمال الدين بدر وايي چې دولتي ځواکونو له دوه ورځنيو سختو جګړو وروسته له برگمټال څخه تاکتيکي شاتګ کړى او طالبانو د تېرې شپې په يوولسو بجو د ولسوالۍ ودانۍ نيولې ده. د نورستان والي جمال الدين بدر وايي، چې دولتي ځواکونه اوسمهال د ولسوالۍ د مرکز د شمال په پينځه کيلومترۍ کې پراته دي. نوموړى له دغې ولسوالۍ څخه د امنيتي ځواکونو د وتلو لامل د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې مخنيوى او د وسلې کمښت بولي. بدر زياتوي، چې د تيرې شپې په جگړې کې درې پوليس سرتيري وژل شوي او دولس نور ټپيان دي. نوموړى همدا راز د شپږو طالبانو د وژل کېدو خبر هم ورکوي. د نورستان والي همدا راز زياتوي، چې طالبانو د برگمټال ولسوالۍ له نيولو وروسته يو شمير کورنه سوځولي، د خلکو شتمنۍ يې لوټ کړي، او سيمه اييز اوسيدونکي له دولت سره د همکارۍ په تور ځوروي. له بلې خوا طالبان په داسې حال کې د برگمټال ولسوالۍ نيسي، چې ملي دفاع وزارت او نړيوالو ځواکونو تيره ورځ په دغې ولسوالۍ کې په گډو عملياتو کې د څو قوماندانانو په گډون د پنځوسو طالبانو د وژلو او د گڼ شمير سپکو او درندو وسلو د نيولو خبر ورکړى وو. په همدې حال کې د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري وايي، چې حکومتي ځواکونه به ډير ژر د برگمټال ولسوالۍ بېرته ونيسي. دا په تېرو دوو مياشتو کې درېيم ځل دى، چې د نورستان برگمټال ولسوالۍ د طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ لاس پر لاس کيږي.
|
|
|
|
|
| |
|
اړوندې موضوعګانې
 |
|
|
|
|
|
|