www.wranga.com - دکابل کانفرانس او د ننګرهاريانو هيلې

www.wranga.com

 

سرليكونه

لومړۍ پاڼه
پيغامونه
ليكنې ليږل
لټون
اړيكه
بېلا بېلې ليكنې
بحثونه
زيرمتون
سپارښت
غړيتوب

دا مهال

اوس مهال 23 مېلمه او 0 كاركوونكى په ويبپاڼه كې شته .

ښه راغلاست، هيله ده په ويبپاڼه كې د غړيتوب لپاره د غړيتوب ځانګړې فورمه را بشپړه كړئ .

facebook


قاموس


دکابل کانفرانس او د ننګرهاريانو هيلې 
Monday, July 19 @ 17:48:02 BST

 

سباوون ساحېل
ټاکل شويده چې سبا په کابل کې دلسګونه بهرنيو هېوادونو داستازو اوديپلوماتانو په ګډون نړيوال کنفرانس جوړشې نوموړى کنفرانس دلندن دکنفرانس په تعقيب جوړيږي 
دنوموړى کنفرانس په هکله په خپله دهېواد په ننه کې کارپوهان عام وګړي اونور بيلابيل نظرونه لري دننګرهار  ولايت يو شمير اوسيدونکى نوموړى کنفرانس ته هيله مند دي او وايې چې دا يو مثبت قدم دي چې په لسګونو نړيوال بهرني سياستوال کابل ته راځي 


ټاکل شوي چې سبا دلسګونه بهرنيو هېوادونو استازي په کابل کې سره غونډ شي اودلندن دکنفرانس دپروسي په څارلو اودکړو ژمنو دتحقق لپاره به يو ځل بيا خپلي ژمني تازه کړي دا چې نوموړى کنفرانس به څومره وکړي شي چې يو ځل بيا دافغانستان لپاره ګټور اوکړي ژمني عملي شي په دي اړه دننګرهار ولايت يو شمير اوسيدونکى بيلابيل نظرونه لري 
دننګرهار يو اوسيدونکى ليکوال او شاعر نصيراحمد ښاد په وينا چې دا يو مثبت قدم دي ځکه نړيوال کابل ته راځي اوداډاډ ورکول کيږي چې دلته امنيت شته
خو يو بل تن سمسور بيا دتيرو کنفرانسونو په اغيزمنتيا نيوکه کوي اوله نړيوالو اوافغان دولت غوښتنه 
کوي چې ددي کنفرانس پريکړو ته ژمن پاتي شي
خو ليکوال اودچارو کارپوه شيرعالم املوال بيا وايې چې کيداي شي په دغه کنفرانس کې نړيوال يو ځل بيا افغان دولت ته  دځينو اصلاحاتو شرطونه وړاند ي کړي خو په ټوله کې دا يو مثبت قدم دي د ټول هېواد لپاره او زما په اند په تيرو نهه کلونو کې دايوه غټه لاسته راوړنه ده .
ياده دي وي چې په هيواد کې دطالبانو دسقوط وروسته دا څوم نړيوال کنفرانس دي چې دافغانستان دمرستو او سياسي ثبات لپاره جوړيږي چې ان دحامد کرزى تر مشر ۍ لاندي افغان دولت هم دهمدي څير يو کنفرانس په جوړيدو په بن کې رامنځ ته شو 
 
 
وړانګه ويب سايټ يوازې د خپلو خپرو شويو ليكنو ننګه كوي ،نورې ليكنې د ليكوالو د نظرونو څركندويې دي ،زموږ توافق ور سره شرط نه دى
د اړيګو پته : wrranga@gmail.com


Skype: wranga.com