|
 |
 |
|
اوس مهال 14 مېلمه او 0 كاركوونكى په ويبپاڼه كې شته .
ښه راغلاست، هيله ده په ويبپاڼه كې د غړيتوب لپاره د غړيتوب ځانګړې فورمه را بشپړه كړئ . |
|
|
|
|
|
| Sunday, July 18 @ 22:25:18 BST
سباوون ساحېل په سلگونو افغان او پاکستاني طالبانو تېره شپه يو ځل بيا د نورستان پر برګمټال ولسوالۍ له درېيو لوريو بريد کړى دى. د نورستان والي جمال الدين بدر وايي، د دواړو خواو ترمنځ نښتو د نن ورځې په اوږدو کې هم دوام درلود، چې تر دې دمه په کې پينځه طالبان وژل شوي او درې پوليس او شپږ طالبان په کې ټپيان شوي دي.
د نورستان والي جمال الدين بدر وايي، په سلگونو وسله والو طالبانو تيره شپه له شمال ختيځ، شمال لويديځ او سويل لورو څخه پر برگمټال بريد کړى، د ولسوالۍ يو کيلو مترۍ ته ور رسيدلي دي. نوموړي وايي چې تر دې مهاله د دواړو خواو ترمنځ په نښتو کې درې پوليس ټپيان او پينځه وسله وال طالبان وژل شوي دي. جمال الدين بدر وايي، پر برگمټال دغه بريد د شاوخوا زرو وسله والو طالبانو له خوا ترسره شوى، چې ډيرى يې پاکستانيان دي. بدر وايي، اوسمهال څه نا څه دوه سوه پوليس د ولسوالۍ دفاع کوي او د ملي اردو ځواکونه هم سيمي ته پر لاره دي. د يادونې وړ ده، چې په سوات دره کې د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر مولانا فضل الله په مشرۍ په سلگونو افغان او پاکستاني طالبانو څه موده وړاندې هم پر دغې ولسوالۍ بريد کړى وو، چې د هغوي له خوا له نيول کېدو يوازې دوه ورځې وروسته بېرته د افغان ځواکونو لاس ته ولويده.
|
|
|
|
|
| |
|
اړوندې موضوعګانې
 |
|
|
|
|
|
|