سباوون ساحېل
د ننگرهار ولايت په دوو بيلابيلو پيښو کې د يو تن ماشوم په گډون دوه تنه وژل شوي او د دوو ماشومانو په گډون دري تنه ټپيان دي
د ننگرهار ولايت چارواکې وايي دا دوه بيلابيلي پيښي تيره ورځ ناوخته د دغه ولايت په بټي کوټ اوحصارک ولسواليو کې رامنځته شويدي .
تيره ورځ ناوخته د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند د باريکاب په سيمه کې د ناچاوده مهماتو دچاودني له امله يو ماشوم وژل شوي او دوه نور ټپيان دي د ننگرهار د والي وياند وايي دغه ماشومان په سيمه کې د سون د لرگيو د راټولولو په حال کې وه چې د پخوانيو ناچاوده توکو کې د لاس وهلو له امله چاودنه رامنځته شوه چې دغه ماشومانو ته په کې مرگ ژوبله واوخته بل لور ته د حصارک په ولسوالۍ دري توغنديز بريدونه شوي چې په کې يو تن ولسي وگړي وژل شوي او يو تن ټپې دي د والي وياند احمد ضيا عبدالزي وايي چې د بريد موخه د ولسوالۍ مقام وه چې د ولسولۍ نه دده لږيدلي او د ځاي ميشتو په ودانيو لږيدلي چې په کې دغه مرگ ژوبله اوحتي ده له دي ټولو سره سره د جلال اباد ښار د وړمۍ شپي په څير د دريو توغنديز بريدونو شاهد پاتې
شوي د ننگرهار ولايت چارواکي وايي چې دا توغندي د ننگرهار هواي ډگر ته څيرمه لږيدلي چې په کې خلکو ته مرگ ژوبله نده اوختي د يادولو وړ ده چې په دي ورستيو کې د ننگرهار اوسيدونکي د دغه ولايت د امنيي وضعيت د خرابوالي په لور روان بولي او له دي امله په ويره کې دي .