|
 |
 |
|
اوس مهال 18 مېلمه او 0 كاركوونكى په ويبپاڼه كې شته .
ښه راغلاست، هيله ده په ويبپاڼه كې د غړيتوب لپاره د غړيتوب ځانګړې فورمه را بشپړه كړئ . |
|
|
|
|
|
| Friday, July 16 @ 09:22:21 BST
سباوون ساحېل وسله والو طالبانو يو ځل بيا د نورستان ولايت پر برګې مټال سرحدي ولسوالۍ بريد کړى دى. د نورستان والي جمال الدين بدر وايي، په سلگونو افغان او بهرني طالبانو تيره شپه له پاکستان سره د برګې مټال ولسوالۍ له گډې پولې د دغې ولسوالۍ پر مرکز د سپکو او درندو وسلو بريدونه کړي دي، چې له امله په زرگونو سيمه اييز اوسيدونکي د خپلو کورونو پريښودو ته اړشوي دي د نورستان والي جمال الدين بدر نن د تيلفون پر ليکه رسنيو ته وويل چې په سلګونو وسله والو طالبانو افغان او پاکستاني طالبانو تيره شپه د پاکستان د پولې له خوا د نورستان ولايت پر برګې مټال سرحدي ولسوالۍ د سپکو او درندو وسلو بريدونه کړي دي.
بدر زياتوى چې په دي اړه يې له مرکزي دولت څخه د مرستې غوښتنه کړې، خو تر دې مهاله ورته کوم ځواب نه دى ورکړل شوى . د نورستان والي وايي، تر دې مهاله په دغه بريد کې د اوښتې مرگ ژوبلې په اړه مالومات نه لري، خو د سيمې په زرګونه کسان د توغنديو د لګيدو له ويرې له سيمي تښتېدلې دي. دوالى په ويناچې په دغه بريد کې له اوو سوو څخه تر اته سوو پوري پاکستان او افغان طالبان او د نورو هېوادونو جنگيالي گډون لري.
د يادونې وړ ده، چې په سوات دره کې د پاکستان طالبانو د پخواني مشر مولانا فضل الله په مشرۍ په سلگونو پاکستاني او افغان طالبانو څه موده وړاندې هم پر دغې ولسوالۍ بريد کړى وو، چې د هغوي له خوا له نيول کېدو يوازې دوه ورځې وروسته بېرته د افغان ځواکونو لاس ته ولويده.
|
|
|
|
|
| |
|
اړوندې موضوعګانې
 |
|
|
|
|
|
|