مرکه کوونکى : سباوون ساحېل
دننګرهار دولايتې شورا ريس الحاج نصرت الله ارسلا سره دننګرهار دولايتې شوراوحکومتې اداري ترمنځ دورستيو کشمکشونو په اړه ځانګړى مرکه
لومړى سوال :په دي ورستيو کې دننګرهار ولايتې شورا اوحکومتې اداري ترمنځ کشمکشونه زيات شوي تاسي لامل څه ګڼۍ ؟ ځواب :ارسلا :لکه مخکي چې مونږ ويلي دي عمدا لامل يې هغه فساد دي چې په حکومتي ادره کې موجود دي دهغې دمخنيوي لپاره چې مونږ کومې هلي ځلي شروع کړي دي دغه يې وجه ده چې زمونږ اودحکومتې اداري ترمنځ کړکيچ رامنځ ته شوي او اداري فساد دي چې په اداره کې شتون لري . دوهم سوال: ترټولو ډير په کومو ادارو کې دغه فساد ډير شتون لري او له کومو ادارو تاسي ته خلک ډير شکايت کوي ؟
ځواب :ارسلا:په عمومي توګه که زه ووايم چې داد نړيوالو او افغانانو ټولو غږ دي چې په لوړه کچه فساد په ادارو کې شتون لري په ټول حکومت کې فساد شته دي خو په عايداتي ادارو کې ډير دي په ټيټه کچه هم شته دي ډيري مشکلات دولسواليو او څارنو الۍ څخه دي همدارنګه په ولسواليو کې زورورو ته دکمزورو حق ورکول کيږي او هغوي بي ځايه زورلو کېږي دهغوي شکايت ډير زيات راځي . دريم سوال :ډيري خلک په دي اند دي چې ننګرهار دعلم او ادب دزانګو ترڅنګ ډيري چارواکې يې بي سواده او يا دلږ تعليم خاوندان دي چې داددي لامل شوي چې هغوي نشي کولي خلک خوشحاله وساتي چې همدا له دولت سره دخلکو واټن زياتوي ستاسو نظر په دي اړه څه دي ؛؟
ځواب :ارسلا :دي کې هيڅ شک نشته چې دولسوالانو تعليم کم دي خو په دي کې دوي ځني ملحوظات لري چې دوي تجربه لري چې خلکو سره دوي جهاد کړي دي چې دوي کولاي شي خلک رعايت کړي خو زه دا سبب نه ګڼم زه وايم چې علم هغه شي دي چې خلکو ته ښي چې څنګه کولاي شي په ټولنه کې عدل او انصاف و کړي بئ تعليمي په ادارو کې ډيره زياته ده چې داهم يوه وجه داداري فساد جوړوي .
څلورم سوال :داسي ويل کېږي چې په ننګرهار کې دبيارغوني ډيري پروژي عملي شوي دي حکومت وايې خو خلک يې دکيفت په اړه نيوکه کوي دبيلګي په ټوګه دڅو مياشتو وړاندي جوړ شوي سرکونه اوس دخرابيدو په حال کې دي په دي اړه تاسي څه وايې ؟
ځواب ارسلا:دي کې خو شک نشته چې دلته يو څه ډيري پروژي دشناخت او نورو مسايلو په نظر کې نيول شوي دي خو کيفيت يې دومره ښه ندي خو په دي هم سترګه نه پټوو چې ځني دبيارغوني کارونه شوي دي خو دکيفت په اړه يې ډاډ نشته .
پنځم سوال :ولايتي شورا په ولايتونو کې دڅارني يو لړ صلاحيتونه لري حکومتي اداره تر کومي دغي صلاحيتونو ته ژمنه پاتي ده ؟
ځواب ارسلا :په دي تاسي پوهيږي هره اداره چې فساد کې ښکيله وي هغوي هڅه کوي چې دخپل فساد دپټوالي لپاره په دغسي څارنه باندي پرده واچوي په دي کې مونږ سره حکومتي اداره په کافي اندازه ستونزي جوړي کړي او کوشش کوي چې هغه ستونزو ته چې په ادارو کې موجود دي لاس رسي ونلرو چې ولس ته يې ښکاره کړو چې په دغه ادارو کې فساد دي اوستونزي ورته پيداکيږي .
سوال :په تيره کې تاسي ويلي دي چې دلته غير قانوني پيسي اخستل کېږي ستاسي عمده او عمومي ستونزي کومي دي له حکومتي اداري سره ؟
ځواب ارسلا:دننګرهار والي صيب دبيارغوني په نوم پيسي اخستل کېږي چې هغه زه او ولس پاټک بول ځکه هغه په يو ولايت کې نشته دي دتجارانو څخه په زوره پيسي اخستل کېږي چې دا يې عمدا کار دي دا ښکاره ده دا نه ثبوت ته ضرورت لري اونه بل شي ته اوداسي نور غير قانوني کارونه په ادارو کې دننه دنواقلو په نوم اولارو کې پيسي اخستل کېږئ اونور داسي زيات ثبوتونه شته دي
. سوال :راځم دي ته چې ننګرهار يو دهغه ولايتونو څخه وو چې دسولي دکور په نوم ياديده خو اوس چې ګورو جنګ دولايت خولي ته راغلي ددي عمدا لامل څه ګڼي ؟
ځواب :ارسلا :دي کې شک نشته چې ننګرهار دسولي ،امن او فرهنګ دکور په نو م ياديده خو اوس په تاسف سره بايد ووايم چې دايو نوم پاتي شوي دي اوداهم زه په چارواکو په دي اړوم چې ددوي دا ناوړه چلند دولسونو سره يو نفرت يې پيداکړي حکومت سره دخلکو لنډ مثال يې دشيرزادو چې يو ولس دومره وزورول شي دحکومت اودحکومت دافرادو لخوا نو چې هر مخالف حرکت پيدا شې نو هغه دهغوي سره ودريږي دحکومت سره نه ودريږي .يوه وجه دحکومت او ولس ترمنځ فاصله هم دبي امني لامل دي خو بايد مونږ ناهيلي نه شو بايد ننګرهار شموله يو جرګه راوبولو ترڅو حکومت ته دامنيت د ټينګښت مشوري ورکړي ترڅو امن راشي .
سوال :حکومتي اداره وايې چې ولايتي شورا دي دفساد بيلګي ورته وښايې تر دامهال تاسي بيلګي ورته وړاندي کړي ؟
ځواب ارسلا يوه بيلګه خو يې دبيارغوني په نوم چې پيسي اخستل کيږي او بل ټولي عايداتي اداري لکه شاروالي اوداسي نور ټول په فساد کې ښکيل دي .
سوال :تاسي دننګرهار شموله جرګې خبره وکړه تاسې مخکي هم يوه جرګه لرله دهغي پايلي څومره دي تردامهاله ؟
ځواب ارسلا :مخکي جرګه مو په دي راْغوښتي وه چې مونږ ولس خبر کړو ځکه دولايتي شورا ددندو څخه يوه دنده داده چې هغه ولس ته حقيقت ووايې چې دلته په حکومت کې څۀ روان دي او څه شي کوي دولس لپاره هغه جرګه ددي لپاره اودارتلونکي جرګه به په ناامنيو اوروانو حالاتو دبحث لپاره وي ځکه امنيت ته ګواښ دي هغه خو داداري فساد په اړه دخلکو خبرول وو او اوس بايد لومړيټوب امنيت ته ورکړو اوله خلکو سره به په ګډه دامنيت دښه والي طرحي جوړو او حکومت ته به يې سپارو ترڅو ښه امنيت ولرو .
سوال :دولسي جرګي لپاره ټاکنيزي منډي تړلي ډيري په چټکۍ سره رواني دي ولايتي شورا ددولت هغه اداره ده چې بايد څارنه اوحکومت ته مشوره ورکړي او اوس ستونزي په دي کې دي چې ډيري نوماندان نشي کولاي چې ځنو ولسواليو ته لاړ شي په دي برخه کې به ستاسي هڅه څه وي ؟
ځواب :مامخکي وويل چې زمونږ هڅه داده چې ولس رانږدي کړو له حکومت سره خوداسي حکومت چې هغه هم يو څه اهليت ولري په دي برخه کې انديښني شته مونږ کوښښ کوو چې نوماندانو ته مشوري ورکړو او هم له ولس سره وغږيږو چې په ټاکنو ګډون وکړي ځکه پارلمان زمونږ ددولت يو مهم عنصر دي .
سوال: داسي ويل کېږي چې دنوي قانون له مخي ولايتي شورا کولاي شي په ولايت کې پنځه ويشت فيصده بوديجه مصرف کړي اوهم ولايتي چارواکې دپوښتنو لپاره راوغواړي په دي برخه له تاسي سره حکومتي اداره څومره همْغږي ده ؟
ځواب :ارسلا دغه قانون توشيح شوي نه دي دوي زمونږ شته صلاحيتونه نه مني مخه مونيسي مونږ ته بايد والي په يو مياشت کې راشي او خپل حساب راکړي دي ته دوي تيار ندي مونږ اوس کوښښ کوو چې دوخت په تيريدو سره دغه پروسه عملي کړو .
سوال :عمده ستونزه مو له چاسره ده زما موخه حکومتي اداره ده ټيټ خلک ډيري ښکيل دي فساد کې که والي هم ؟
ځواب :ارسلا :عمده ستونزه مو له فساده سره ده زمونږ شخصي ستونزه له هيچاسره نلرو مونږ په دي نظام نيوکه لرو په کوم طريقي چې دا کار کېږي زمونږ دغي ستونزي سره مخه ده چې په څۀ طريقه داختم کړو که دچارواکو نومونه اخلو دوى خو بدليږي رابدليږي نومونږ بايد نظام اصلاح کړو چې هرڅوک راځئ بايد په هغي طريقي مخ ته لاړ شي .
سوال :په ننګرهار کې په ورستيو کې دځمکو غصب يوه لويه ستونزه ده دا څوک دي چې ځمکي غصب کوي او ولي حکو متي ادره ددي مخه نه نيسي ؟
ځواب ارسلا :دحکومت تسلط نشته تسلط ولي نشته هغه فاصله چې مامخکي ذکر کړه په دي کې چارواکي هم لاس لري کله چې يو عام وګړي يو ځمکه نيسي ضروري ده چې شاته يې يو زورواکي شته دي چې دوي ته ډاډ ورکوي چې له حکومت او زندان څخه دي زه ژغورم دوي په کي خپله مستقيما دخيل دي چې خلک تشويقوي چې ډاګونه ونيسي اوورسته يې دوي په خپلو کې ويشي وروستي .
سوال :که چيرته دغه کړني دوام وکړي ستاسي ورستي ګام به څه وي ځکه درسنيو له لاري تاسي داخبري ډيري وکړي وروستي اقدام مو څه دي که داحالت داسي دوام وکړي ؟
ځواب :ارسلا دولايتي شورا چې کوم صلاحيت وو هغه مونږ ترسره کړي ولسمشر دحکومت په راس کې دي هغه ته مو داخبره ورسوله والي مو مجبوره کړ چې دولسمشر په مخ کې له مونږ سره کيني هغه ته خبره وکړو ولسونه مو راوغوښتل خلک مو پري خبر کړ مونږ به په دومداراه همدي طريقي باندي کار کوو ترڅو مونږ چارواکې مجبوره کړو ځکه دولسمشر نه مخکي کس دلته نشته حکومت کې هغه مونږ خبر کړي هغه مونږ ته ډاډ راکړي دي زه اجرات کوم جدي مونږ دهغوۍ انتظار کوو چې هغوي په اداره کې تغير راولي اوکه داداري خلک مجبوروي چې خپل داناوړه او نااهل کارونه ختم کړي مونږ دهغوي منتظر يو .
سباوون : ډيره مننه
ارسلا : له تاسو نه هم مننه