|
 |
 |
|
اوس مهال 15 مېلمه او 0 كاركوونكى په ويبپاڼه كې شته .
ښه راغلاست، هيله ده په ويبپاڼه كې د غړيتوب لپاره د غړيتوب ځانګړې فورمه را بشپړه كړئ . |
|
|
|
|
| د بېهسودو پر پلۀ د ځانمرګي بريدونو اړوند |
|
| Thursday, July 15 @ 00:56:30 BST
سباوون ساحېل دننګرهار حکومتي چارواکي :: دجلال اباد ښار شمال ته دبهسودو په پله باندي دجمعي ورځي ځانمرګي بريد نوموړي پله ته ډير زيان اړولی چې دوى نشي کولای بار وړونکو موټرو ته په نوموړى پله دتګ راتګ اجازه ورکړي .چارواکې وايې چې له امله يې ډيری خلک له ستونزو سره مخ دي .
دننګرهار دټولګټوچارو رياست ريس انجينر محمد عارف نن يوي خبري ناستي ته وويل چې دبهسودوپه پله په نړيوالو ځواکونو ددوه پرلپسي ځانمرګې بريدونه ددي لامل شوي چې نوموړى پل زيانمن اودلويو موټرو دتګ راتګ مخه ونيسي .
انجينر عارف زياته کړه چې دنوموړى پله دزيانمنيدو په ترڅ کې دهېواد دوه ولايتونو کنړ او نورستان په ګډون دننګرهار شپږ ولسواليو اوسيدونکې له ستونزو سره مخ کړي دعارف په وينا چې خلک نشي کولاي خپل توليدات ښار ته وړاندي کړي اوياهم له ښاره په لويو باروړونکو موټرو کې خپل دضرورت وړ شيان ددي پله له لاري وليږدوي نوموړى وويل که څه هم دنوموړى پله د بيارغولو لپاره پلان لري خو په خلکو يې غږ وکړ چې له دولت سره دي دخپلو ملي تاسيساتو په ساتنه کې مرسته وکړي
ياده دي وي چې دبهسود پل دهېواد يو له هغه تاريخي پلو څخه دي چې په لسګونو کاله وړاندي جوړشوي چې دننګرهار ولايت له شپږو ولسواليو په ګډون دهېواد کنړ او نورستان ولايتونه دجلال اباد ښارسره نښلوي خو په دي ورستيو کې دنوموړى پله په سر په نړيوالو ځواکونو دوه پرلپسي ځانمرګې بريدونه ددي لامل شول چې په لسګونوملکي وګړو دمرګ ژوبلي ترڅنګ نوموړى پل هم زيانمن کړي چې اوس يې په زرګونو عام هېوادوال له راز راز ستونزو سره مخ کړي
|
|
|
|
|
| |
|
|
|