شکرالله طاهري
غلو راغلي چې بیا دلته وکیلان شي
خدای دې ونکړي چې بیا دا وطن وران شي
نه یې علم نه هنر او نه کمال شته
په تش لاس به يې وطن څنګه ودان شي
دبې علم سړي او ملک تعلق څه وي ؟
په کشتۍ کې چې باد بان نه وي طوفان شي
تر ابده به پراته وي په تیارو کې
کوم قسمت پخپل لاسونو چې ویران شي
وایې وریځ چې د قبلې خیژي باران شي
که پاچاهم عادل نه وي ملک به وران شي
طاهري وې خدای دې داسې تندر راوړي
چې ورک پرې دوطن ټول خاینان شي