www.wranga.com - د ننگرهار ولايت د غني خيلو ولسوالۍ اړوند

www.wranga.com

 

سرليكونه

لومړۍ پاڼه
پيغامونه
ليكنې ليږل
لټون
اړيكه
بېلا بېلې ليكنې
بحثونه
زيرمتون
سپارښت
غړيتوب

دا مهال

اوس مهال 17 مېلمه او 0 كاركوونكى په ويبپاڼه كې شته .

ښه راغلاست، هيله ده په ويبپاڼه كې د غړيتوب لپاره د غړيتوب ځانګړې فورمه را بشپړه كړئ .

facebook


قاموس


د ننگرهار ولايت د غني خيلو ولسوالۍ اړوند  
Wednesday, July 14 @ 05:34:41 BST

  د سباوون ساحېل  - راستول شوې ليکنه 

د ننگرهار د غني خيلو ولسوالۍ په مارکو سيمه کې نن د پوليسو پر يوه رېنجر موټر د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې درې ملکي وگړي ټپيان شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې په دغې چاودنې کې يې پينځه پوليس سرتيري وژلې دي. 




خو د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالغفور وايي، د غني خيلو د مارکو د سپين خوړ سيمې په ننۍ پېښه کې درې تنه ملکي وگړي ټپيان شوي او پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. د ننگرهار د والي وياند احمد ضيا عبدالزى بيا وايي، دا پېښې په افغانستان کې ميشتو نړيوالو ځواکونو ته د تيلو په يوه ليږدونکي ټانکر کې د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده. په ننگرهار کې د پوليسو پر موټر دا چاودنه په داسې حال کې رامنځ ته کيږي، چې تيره ورځ د هيواد په څو ولايتونو کې په بېلابېلو امنيتي پېښو کې د يوه ولسوال په گډون لږ تر لږه پېنځلس پوليس سرتيري وژل شوي وو. د دولت وسله والو مخالفينو تيره ورځ ماښام د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو پر يوې پوستې په بريد کې نهه سرحدي پوليس ووژل. ددغه ولايت د قلعه زال ولسوال معلم نذير هم تير ماښام له خپل ورور سره د سړک غاړې د ماين په چاودنه کې ووژل شو او د زوى په گډون يې دوه تنه نور ټپيان شول. همدا راز د بدخشان ولايت په کشم ولسوالۍ کې هم تيره ورځ ناوخته د سړک غاړې د ماين په يوې چاودنې کې د دغې ولسوالۍ د لوژستيک امر له خپلو څلورو ساتونکيو سره وژل شوى دى. وسله والو طالبانو ددغو ټولو چاودنو او بريدونو پړه پر غاړه اخېستې ده. د هيواد په ناامنيو کې د پوليسو مرگ ژوبله په داسې حال کې مخ په لوړيدو ده، چې د کورنيو چارو وزارت وياند نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې تيره اوونۍ په بېلابېلو پېښو کې شاوخوا ٢٣ پوليس سرتيري وژل شوي دي. 

 
اړوندې موضوعګانې

 اقتصاد،سياست

 
وړانګه ويب سايټ يوازې د خپلو خپرو شويو ليكنو ننګه كوي ،نورې ليكنې د ليكوالو د نظرونو څركندويې دي ،زموږ توافق ور سره شرط نه دى
د اړيګو پته : wrranga@gmail.com


Skype: wranga.com