مېوند اشنا
ادينه (جمعه) د ١٣٨٩ ل کال د چنګاښ ١١
د٢٠١٠زکال د جولای ٢
يووخت وو چې په هېدوستان کې مرهټيانو دمسلمانانو ژوندپه ټپه ودرولی وواو ډېر ظلمونه يې يرې کول نو حضرت شاولي الله د افغانستان باچا احمدشابابا نه د مرستې غوښتنه وکړه چې په هېندوستان کې مسلمانان د مرهتيانو له شره وژغوري نو بابا سم له لاسه افغان پوځ په بولان کې د مسلمانانو دژغورلو په نېت چمتوکړ او پر هېندوستان يې يو سوليز بريد وکړ چې د مسلمانانو دوښمانان ته يې يوه هېښېدونکې ماتې وکړه .
( سردار محمد عبدالقيوم خان په خپل کتاب "مرد ابدالي" کې کاږي چې د افغانانو دا باچا يو ډېرسپېڅلی ، زړور مسلمان او زړۀ رحمی انسان وو )
په هېدوستان کې چې کله مسلمانانو د بابا انصاف ،عدل،انسانيت،توره اومېړانه وليده نو خپله ټوله شتمني ،واک اوځواک يې د بابا په پښوکې کېښود او ان د خپلې پلازمېنې (دېلي) پر تخت يې کېناوو. چې دغلته پر بابا د خپل هېوادسره د مينې څپه راځي او دغې ټولې شتمنۍ تخت او تاج ته لته ورکوي او د پښتنو توره او مېړانه ، دېرې ، هوجرې او ډګرونه په يوۀ شعر کې يادوي او په يوۀ بندکې وايي ...
د دېلي تخت هېرومه چې رايادسي
زما د ښکلې پښتونخوا دغروسرونه
داشعر شااوخوا د١٧٦٠ز پېړۍکې ويل شوی دی .
د مرهټيانو ټول مشران لکه د مږو په سوړ ننوتل کله چې مرهټيانو د خپلو مشرانو دا بې غېرتي وليده نو خپلو مشرانو ته يې د پېغور په توګه وويل : بې غېرتو د يوۀ ابدالي له ډاره مو هېدوستان پرېښوداو نور داسې ډېر بدرد يې خپلو مشرانو ته وویل چې بيا يوۀ هېندو مهراجه خپل ولس ته په يوه وينا کې وويل : تاسې به وګورئ چې يوه ورځ به موږ د دې ابدالي له بچو نه خپل غچ اخلو او بيا به غزني ته ځو او محمود غزني به له قبره راوباسو او پر سر به يې خپل اسونه خېژو او نړۍ ته به ښايو چې موږ خپل دوښمن تر پېړو پېړو په ياد ساتو او غچ ترې اخلو .