www.wranga.com - د ځینومیوو ګټې

www.wranga.com

 

سرليكونه

لومړۍ پاڼه
پيغامونه
ليكنې ليږل
لټون
اړيكه
بېلا بېلې ليكنې
بحثونه
زيرمتون
سپارښت
غړيتوب

دا مهال

اوس مهال 17 مېلمه او 0 كاركوونكى په ويبپاڼه كې شته .

ښه راغلاست، هيله ده په ويبپاڼه كې د غړيتوب لپاره د غړيتوب ځانګړې فورمه را بشپړه كړئ .

facebook


قاموس


د ځینومیوو ګټې  
Saturday, June 26 @ 19:11:37 BST

 د ځینومیوو ګټې

 ۱-      مڼه  :    ( سیب  )  دزړه دناروغیو سره مجادله کوي. دقبض په ورک کولو کې ډیر اغیزمنه ده ،  داسهال او پیچش دپاره ډیره ښه دوا   او سږو ته طاقت ورکوي .
۲: خوبانې     (زردآلو )  کینسرنه مخ نیوی او دوینې فشار کنترولوي،  دسترګو د دید او دماغزو ساتنه اوحفاظت کوي،  او هرڅوک چې زیات زردالو استعمالوي هغه به زر نه زړیږي .
۳:  کیلې :         د زړه ساتنه کوي ، ټوخی ( سرفه ) آراموي ،هډوکو ته طاقت ورکوي، دوینې فشار کنترولوي.اود نس بیماری یا اسهال  ورک کوي.
۴:  ګورګورې :        کینسرنه مخنیوی او  دزړه ساتنه کوي،  دوینې شکرکنترولوي ، دماغ یا حافظې ته قوت ورکوي  اوقبض لیرې کوي .


۵:   خټکی  :      ( خربوزه)  د سترګو د دید ساتنه کوي ، دوینې  فشارکنترولوي ، کلوسترول یا دوینې غوړ کموي  ، کینسر نه مخ نیوی  کوي او انسا نې امیون سیستم ته وده ورکوي . (امیون سیستم دانسان په وجود کې هغه پروسه ده کوم چې  دځینو ناروغیو غدې اوحجرې لټوی او له مینځه یې وړي) .
۶:   اِنځِر:          یا (انجیر )  وزن کموي ،دماغزو دفلج کیدو نه  مخ نیوې کوي، کلوسترول يا دوینې غوړ کموي ، کینسر دفع کوي، اودوینې فشار کنترولوي .
۷:     چکو تره :         دزړه د دریدو نه مخ نیوی کوي ، دبدن دوزن کمولو کې مرسته کوي،دسټروک یا ددماغ دفلج څخه مخ نیوی کوي . د پروستیت یا کپورو کینسر نه مخ نیوی کوي  ،  د وینې کلسترول  یا غوړ کموي .
۸:   انګور :             دسترګو ددید ساینه کوي ،  په  پختورګوکې  د تیږو  دجوړیدو مخ نیوی کوي ،  کینسر  دفع کوي ،دزړه حفاظت کوي .دوینې جریان کنترولوي.
۹:    لیمو :          یا (نیمبو )  کینسر نه مخ نیوی کوي  ، د زړه ساتنه کوي، دوینې فشار کنترولوي ،دمخ او دوجود پوستکې ښه ساتي دغاښونو د وریوساتنه او حفاظت کوي .
۱۰:    هم  :          یا (مینګو ) کینسر دفع کوي ، دماغ ته طاقت ورکوي، په هضم کې مرسته کوي . دځینو ناروغیو مخ نیوی کوي.
۱۱ ـ   مالټې:          امیون سیستم ته زور ورکوي،   کینسر دفع کوي،   زړه ته قوت ورکوي     .
۱۲ ـ   شوتالو :  یا( شفیالو)      قبض لیرې کوي،   کینسر دفع کوي ،     سټروک یا د ماغزه د فلج نه مخنیوی کوي ،هضم کې مرسته کوي


۱۳ـ    ناک :    ( pears  )   دګوتو دهډوکو  درد د لیرې کولو ،   دنارینو اوښځو د پټ ځایونو دسون (سوزاک ) په ورک کولو کې ګټور ثابت شوی اودوینې دفشار او کلوسترول  په ټیټولو کې مرسته کوي .په پخوانی یونان کې ورڅخه  دکانګې په ودرولوکې کار اخیستل کیدو.
 
۱۴ ـ هندواڼه :    یا( تربوز )  نه يواځي دا چې تنده ماتوي دویټامین  A ,Bڅخه ډکه میوه ده چې دزړه دځینو ناروغیو او دساه لنډی یا آسما ،  دکپورواو دکولمو دکینسر څخه  مخ نیوی  کوي .


                                                    شکرالله طاهري

 
 
وړانګه ويب سايټ يوازې د خپلو خپرو شويو ليكنو ننګه كوي ،نورې ليكنې د ليكوالو د نظرونو څركندويې دي ،زموږ توافق ور سره شرط نه دى
د اړيګو پته : wrranga@gmail.com


Skype: wranga.com