غزل محمد نعيم كاكړ /كوئټه
جانانه! تۀ خو نۀ معلوميدې
هر ګل او بهار كښې نه معلوميدې
زۀ خو درپسې ګرځم هرې خواته
ته خو په رڼا كښې هم نۀ معلوميدې
نه راته ګل خوند راكوي او نه خو بهار
دا څنګه مينه ده چې ته نۀ معلوميدې
راكول به دې ټوله شپه مېس كالونه
خو بيا هم سهار ته نۀ معلوميدې
نعيم خو په ټوله نړۍ كښې وكتلې
جانانه! دا څنګه جدائي ده چې ته نه معلوميدې