www.wranga.com - داخو انصاف ندی

www.wranga.com

 

سرليكونه

لومړۍ پاڼه
پيغامونه
ليكنې ليږل
لټون
اړيكه
بېلا بېلې ليكنې
بحثونه
زيرمتون
سپارښت
غړيتوب

دا مهال

اوس مهال 18 مېلمه او 0 كاركوونكى په ويبپاڼه كې شته .

ښه راغلاست، هيله ده په ويبپاڼه كې د غړيتوب لپاره د غړيتوب ځانګړې فورمه را بشپړه كړئ .

facebook


قاموس


خوږه ژبه: داخو انصاف ندی 
Wednesday, June 23 @ 17:10:50 BST

 شکرالله طاهري


داخوانصاف ندی  د خائن چه څوک عزت کوي
غل او داړه مار ته ددې  خپل رایو بیعت  کوي
څوک چه همیشه زمونږ  په وینو لمبیدلی   وي  
د څو پیسو دپاره ځان جهان ته  شرمولی   وي  
څنګه به زمونږ په حق شورا کې قضاوت کوي
داخوانصاف ندی  د خائن چه څوک عزت کوي
داسې  به  ډیر  ګرځي  لباسي  مسلمانان  دلته
ډیر صوفي زاهد  هم  ما  لیدلۍ بې ایمان  دلته




ډیر خلک عیشونه  د حرامو  په  دولت   کوي
داخوانصاف ندی د خائن چه څوک عزت کوي
شان شوکت خوهیڅوخت دحراموپه دولت نوي 
ویاړاوعزت کله هم  په غدر او په رشوت نوي   
خلک  افتخار خو د خپل خلکو په خدمت  کوي
داخوانصاف ندی د خائن چه  څوک عزت کوي
کوم حلال پیسې نه ئې جوړکړۍ دا قصرونه  دي
کوم  سړی  په  خپل تنخوا اخستۍ  موټرونه دي
ددوې په خیانتونو  خدای  به  خپله  عدالت  کوي
داخوانصاف ندی د خائن چه  څوک عزت کوي
تا   پخپل  خیانت د  یتیمانو  وینه  څکلې   ډیر 
‌تا  ددې  مظلوم ملت  د زړه وینه  زبیخلې  ډیر 
ډیر شیطانان تا  غوندې دعوه د شرافت  کوي
داخوانصاف ندی د خائن چه  څوک عزت کوي
تش  په نامه ډیر خلک به وائې   مسلمان  دی
خو اصل کې  بې علم او بې خبره د قرآن  دی
ځکه خو د مال اود دولت  دوی عبادت  کوي
داخوانصاف ندی  دخائن چه څوک عزت کوي
د نور ملکونو  لیډران د  خلکو خد متګار وي
د خپل  ملت  د هرفرد  دحقوقو   نګهدار  وي
زمونږ لیډران وژني  مو په وینه تجارت  کوي
داخوانصاف ندی دخائن چه  څوک عزت کوي
دا  نور لیډران  خپل  د  خلکو عدل  نه  یریږي
د  هر یو اشتباه   او د  خطاء  په  سر شرمیږي
زمونږ لیډران فخرپه رشوت او په خیانت کوي
داخوانصاف ندی  د خائن چه څوک عزت کوي
دا ځلې  به  ورکړو  خپله  رای  یو مسلمان  ته
ددې خوار او غریب خلکو د حق یو نګهبان ته
هغه خدمتګار ته  چه خدمت  ددي  ملت   کوي
داخوانصاف ندی  د خائن چه څوک عزت کوي
شان شوکت عزت خو د وطن  په آبادۍ کې وي  
نوم اوشهرت طاهري د قوم په بیدارۍ کې  وي  
خلک خو  خپل سر اومال کَربان دخپل ملت کوي
داخوانصاف ندی د خائن چه  څوک عزت  کوي
خدایه ته  پخپل کرم زمونږ ذهن روښانه  کړې
دحق او دباطل تشخیص په لاره موروانه کړې
راکړې هغه سوچ چه فیصله د خپل قسمت کوي
داخوانصاف ندی د خائن چه  څوک عزت  کوي


 
اړوندې موضوعګانې

خوږه ژبه

 
وړانګه ويب سايټ يوازې د خپلو خپرو شويو ليكنو ننګه كوي ،نورې ليكنې د ليكوالو د نظرونو څركندويې دي ،زموږ توافق ور سره شرط نه دى
د اړيګو پته : wrranga@gmail.com


Skype: wranga.com