|
اوس مهال 17 مېلمه او 0 كاركوونكى په ويبپاڼه كې شته .
ښه راغلاست، هيله ده په ويبپاڼه كې د غړيتوب لپاره د غړيتوب ځانګړې فورمه را بشپړه كړئ . |
|
|
|
|
|
| Sunday, June 13 @ 17:35:02 BST
شاعر: رفيع الله زيار
دبوډۍ ټال په شانې
طاووس بڼکې په څېر
زرين بنده وينمه
دلمردوړانګوپه څېر
دسپوږمۍ شانې ښکلى
درڼوستوروغوندې
نن سپين بنده وينمه
طاووس بڼکې په څېر
زرين بنده وينمه
×××
دژوند په ښکلي بڼ کې
څونا سپېړلي غوټۍ
نن سپېړېدلي ښکاري
دا غوړېدلي ګلان
به دقيامت په ورځ هم
نه مړاوي کيږي کلهس
نه به رژيږي کله
نه به وچيږي کله
داسې د رب له لوري
نيازبين بنده وينمه
دبوډۍ ټال په شانې
طاووس بڼکې په څېر
زرين بنده وينمه
٢٥١٣٨٨ خوست
|
|
|
|
|
| |
|
|
|