www.wranga.com - د سولې چرګه

www.wranga.com

 

سرليكونه

لومړۍ پاڼه
پيغامونه
ليكنې ليږل
لټون
اړيكه
بېلا بېلې ليكنې
بحثونه
زيرمتون
سپارښت
غړيتوب

دا مهال

اوس مهال 18 مېلمه او 0 كاركوونكى په ويبپاڼه كې شته .

ښه راغلاست، هيله ده په ويبپاڼه كې د غړيتوب لپاره د غړيتوب ځانګړې فورمه را بشپړه كړئ .

facebook


قاموس


د سولې چرګه 
Sunday, June 13 @ 17:11:36 BST

 نیک محمد ولاړ

لویه جرګه وه د افغانانو یو دودوبایده
د هغو پرېکړه وه تل د ولسونو په فایده
د ا د اوس جرګې چې حکومتونه يي جوړوي
هغه په دې کارو سیالان او پردیان غولوي
دا منم چې اوبو اخیستی زګ ته لاس اچوي
خو پام کله هم چې چرګه ببره شي بده ځناوره شي


که څه دا په لاس را غونډ شوی ډنډوره چیان
داسې مالومیږي لکه د یوې چرګې چوچیان
جارکونکی یې دنیاته خپل محبوبیت ښيي
خړه کوټه چرګه په سنډه سپینوهګیو کښېنوي
نو ځکه سپينې چرګې ته وایي د سولې جرګه
بهرنیان نه پوهیري په توپیر د چرګه او جرګه
له اړه دا چوچکه لوېدله د ګواښ لپاره د امریکا
چي د فسا د دورکولو تیرشي یوځل بیا
دا غوړه ګوته وه اصلا حسین بارک وباماته
د هغه د غاړه غړی وروسته ګوری اوس بل چاته
موخه یې وه چې پټکه له هګي اچولو وروسته په پټاخ
ګواکي امریکا ته به ووايي ووځه له دې ځایه په ټاخ
جارکونکی به یې له خوشالی لکه چرګه ووهی چقړې
لکه ګاګیره په سنډه هګیو به وخاندي بړه بړې
اولنیو ویلی سوله تل کیږي له نر کولنګی چرګه سره
نه په زراعتی هګيو ناستې کوټې چرګې سره
زه چې یې جارونکی پيژنم له سیوری ډ ارېږي
هیڅ کله به زنګوله د پیشي په غاړه ونه ځړېږي
د کوټې چرګې په ناروخوار ولس لا هم ځوروي
خپل دا د موږک او پیشو لوبه لا نوره اوږدوي
مه ختاوځه ولسه په دې ګذارونود د زرګر
د ا وسپنه کږه شوی غواړی وارونه د اهنګر
هغه په دې مشراکتونو کې پایښت دځان ویني
د کام د مشرانو په ځای د کام دښمنان مني
ټوله پوهیږی چې دا دهوا غوټه کول دي
شرمجن يي لکه زرکه تر ریګو لاندې سر منډي
له سلو سرو لا ډیر خیشته شوی په دې وطن کې
نشته یو واښه بېله هرزه بوټو په دې چمن کې
دا ورستې وړۍ هیڅکله نه شړۍکیږي
د شید و غوا له غولانځي مالومیږي
خدایه په څه نا پوه طبیب مو شو مخ
د ولس په ډیرو ایمالو یې لا زړه نشو یخ
کوټه(په هګیو ناسته چرګه)؛جارکونکی ( هغه سړی چې چرګه پر هګیو کښېنوي)؛پټکه(هغه چرګه چې نوې په هګیو راغلې وي )؛ پټاخ( د هګیو وروسته د چرګې نارې)؛ چقره ( د چرګې ناری)؛ دوباره (خسک چرګ)؛ سنډه ( شنډې هګی)؛ګاګیره( چرګه چې له هکیووروسته په هګیونه کښېني.
کنايې:
خپله خبره پر څوکي کښینول(په زوره خپله خبره په چا منل)، کړۍ په غوږ( مریي)؛غاړه غړۍ( سره پخلا کېدل)، زړه پوړه کول( خاطر جمع).، دود و بایده ( رسم او رواج)، سل سره خیشتول( هر شي ته لاس اچول)، بازار تودېدل(د ځان قدر ډیرول )، هوا غوټه کول( بیهوده کار)،
متلونه:، اوبو اخيستی زګ ته لاس ( مجبور)،چرګه چي ببره شي ، دا هم بده ځناور ه شي(زغم هم حد لری)، لکه زرکه د ریګو لاندی سر منډی( هغه چی وايي څوک مانه وینی )
لنډی:
پرناقابل طبيب مې مخ شو ~ خوږ مې دزړۀ دارو دسترګوراکوينه
 
 
وړانګه ويب سايټ يوازې د خپلو خپرو شويو ليكنو ننګه كوي ،نورې ليكنې د ليكوالو د نظرونو څركندويې دي ،زموږ توافق ور سره شرط نه دى
د اړيګو پته : wrranga@gmail.com


Skype: wranga.com