|
 |
 |
|
اوس مهال 14 مېلمه او 0 كاركوونكى په ويبپاڼه كې شته .
ښه راغلاست، هيله ده په ويبپاڼه كې د غړيتوب لپاره د غړيتوب ځانګړې فورمه را بشپړه كړئ . |
|
|
|
|
|
| Sunday, June 13 @ 16:41:57 BST
پوهيږم چې ته د چا په غوړو خبرو غوليدلی يې او دا به دې خيال کې راځي چې ته د الله په لاره کې جهاد کوې خو ته لږپه دې هم فکر وکړه چې دغه بې ګناه انسانان چې ته يې په ډول ډول نومونو په ځانمرګو بريدونو او بمي چاودنو کې وژنې او يا يې د اسلامي کرامت په خلاف سرونه او يا د بدن نور غړي پريک کوې، دوی د چا بندګان دي او چا پيدا کړي دي ؟ ددغو بريدونو د قربانيانود کورنۍ له احوال څخه ځان خبر کړه او وګوره چې دوی دخپل پلار ، ورور او زوی له وژل کيدو څخه وروسته څه ډول
ژوند کوي؟ دغو يتيمانو او کونډو ته د محشر په ورځ ځواب ورکولی شې ؟ مهمه خبره خو داده چې ايا شرعيت تاته د داسې ناوړو کړنو اجازه درکوي؟ ته د جنت د ګټلو په نامه غولول شوی يې او که له اسلامي احکامو څخه ځان خبر کړې او د خدای جل جلاله ددې حکم په معنی ځان پوه کړې چې فرمايي (( من يقتل مومنا متعمداَ فجزاوه جهنم خالداَ فيها)) ژباړه : څوک چې ووژني يو مسلمان په قصد سره ځای يې جهنم دي او تل به په کې اوسيږي نو ته خولګيايې د جنت په ځای ځانته جهنم ګټې ځکه له الهی احکامو څخه سرغړونه د مخلوقاتو له خالق سره دښمني ده ، ستادې په خدای قسم وي چې ته په دې نه پوهيږې چې ستا مشران د پنجابيانو غلامان دي او دهغوی په لارښوونه بې ګناه افغانان ستا په وسيله وژني ؟ که نه يې خبر نو همدا نن ځان خبر کړه او راشه ددغو غلامانو له ليکو څخه بيل شه او د بې ګناه انسانانو له وژنې څخه لاس واخله او ځان له الهی عذاب څخه خلاص کړه ، ستا مسلمان ورونه د افغانستان د اسلامي دولت د بيرغ تر سيوري لاندې د جرګو او مرکو له لارې ستا راتګ ته زمينه برابروي او کورنۍ ، بچيان ، خپلوان او دوستان دې د راتګ انتظار کوي ، يوځل بيا له ځان سره فکر وکړه هغه څوک چې تا ځان وژنې بريد او يا د نورو بې ګناه خلکو وژلو ته هڅوي اودرباندې يې وژني هغه خپله ولې ځان نه وژنې او جنت نه ګټې او يا خپل بچيان او نږدې خپلوان ولې ځانمرګي بريدونوته نه هڅوي؟ که چيرته ددغو ځانمرګو بريدونو او بمي چاودنو قربانيان ستا بچيان او د کورنۍ غړي وي نو بيا به يې هم تر سره کړې ؟ خبره روښانه ده چې نه ، نو بيا له خپل دماغ څخه کار واخله دوی د پرديو مزدوران دي چې ستا له پاکو احساساتو څخه ناوړه ګټه اخلي او ستا په لاسونو ستا خپل مسلمان ورونه وژني او سمسور هيواد دې د جګړو په ډګر بدلوي.
قيس ارغنديوال
|
|
|
|
|
| |
|
|
|