شکرالله طاهري
دکریکټ دلوبغاړو اود بورد تر مینځ کومه لانجه چې روانه ده ، که چیري زر حل نشي نو ور څخه لوې کودورت او نفرت پیدا کیدای شي. چې دابه په افغانستان کې دکریکت دمخ نیوی یو لوې عامل او سبب وګرځي . نو لازمه ده چې بورد ددې لانجې دپاره داسې یو دحل لاره ولټوي ترڅو دا کار بیا بیا تکرار نشي . که اصلي پاینټ ته راشو نو دا مسله یا لانجه خپله دمالیې وزیر صیب ډیر ښه حل کولای شي .
که ښاغلی محترم وزیر صیب دا خپلوان یې چې مسلکي نه دي په نورو ځایونوکې مقرر کړي او مسلکي ځایونه دې مسلکي خلکو ته پریدې مشکل حل کیږي . یو ډاکټر نه شي کولای چې ښه غوراوې او دکریکت په باره کې درست فیصلي وکړي ، خویو کرکټ کونکی کولای شي چې بورد په ښه طریقې سره وچلوي ، ښه کریکټ کونکی غوره کړي او دکریکټ او وطن دپاره ښه خدمت وکړي. په افغانستان کې خوډاکټر ډیر ښه عاید هم لري نودا هم خلکو ته سوال پیدا کیږي چې یو داکټر څنګه په کریکټ کې خپل راتلونکی ژوند ګوري .دا دومره وخت چې دوې همکاري وکړو اودغیر مسلکې خلکو د کموالې په صورت کې کریکټ دې ځای ته ورسولو کوروداني ورته وایو. نن سبا په ټول نړی کې هغه خلک چې دکریکټ سر مینه لري د افغانستان دکریکت اوضاع ترڅارنې لاندي نیولي . که محترم دمالیې وزیر صیب غواړي چې خپل حیثیت په افغانستان اونړی کې همداسې صاف او پاک وساتي نومهربانې دې وکړي همدا خپل اوخپلوان دې چې مسلکي ندي لیرې کړي اوپرځای یې هغه مسلکي کسان چې دکریکټ دلوبو څخه تقاعد شوې دي وګمارې دا به دکریکټ دملک او هم دهغې دحیثیت دپاره یو هوښیاره او عاقلانه فیصله وي . په درناوې ( شکرالله طاهري )