www.wranga.com - په افغانستان کې جګړه : نهمه ليکنه

www.wranga.com

 

سرليكونه

لومړۍ پاڼه
پيغامونه
ليكنې ليږل
لټون
اړيكه
بېلا بېلې ليكنې
بحثونه
زيرمتون
سپارښت
غړيتوب

دا مهال

اوس مهال 17 مېلمه او 0 كاركوونكى په ويبپاڼه كې شته .

ښه راغلاست، هيله ده په ويبپاڼه كې د غړيتوب لپاره د غړيتوب ځانګړې فورمه را بشپړه كړئ .

facebook


قاموس


په افغانستان کې جګړه : نهمه ليکنه  
Sunday, May 23 @ 00:19:36 BST

 

مېونداشنا
يونۍ د ١٣٨٩ ل کال د غبرګولي ٢
د٢٠١٠زکال د می ٢٣

کرزی په طالبانو کې د مولا برادر  د ډلې پلوي دی 
د روان ٢٠١٠زکال د فبرورۍ پر ٨ نېټه د پاکستان ايي اېس ايي دطالبانو يوه وتلی مشر عبدالغني برادر په کراچۍ ښار کې ونيو چې برادر مولا  له لندنه مالديپ  ته تللی وواو له مالديپه  بياپاکستان ته واوښت .
په  لندن کې برادر د روان ٢٠١٠ز کال د جنورۍ پر ٢٨ نېټه  په هغه کانفرانس کې ګډون کړی وو چې پر افغانستان جوړ شوی وو چې د کرزي په ګډون پکې د ٦٠ نورو هېوادونو بهرنيو چارووزيرانوهم برخه اخستې وه .
کرزي په دغه غونډه کې له ګډونوالو نه وغوښتل چې له طالبانوسره  د خبرو لړۍ پېل کړي او د نورو وران کارو په شان طالبان هم ددۀ په حکومت کې ومنډي  .





له غونډې  وروسته  د کرزي ډله ، برادر او د م م استازي مالديپ ته لاړل چې له برادر سره يې  څوورځې په پټه خبرې اترې کولې  د م م پخواني استازي کايي ايډېز ( دنيويارک ټايمز سره په خبرو کې )منلې وه چې پاکستان د برادر په نيولو سره  دخبرو مخه ډب کړه .
برادر هم  د کرزي په شان پوپلزی دی او له مولا عمر سره يې د کوشنيوالي انډيوالي ده دوئ  دواړو په پاکستان کې مولاي او جنګي زدهکړې  کړې دي  .
کله  چې امريکا پر هېواد د يرغل کولو تکل وکړ نو کرزی هم په امريکا کې وو او له امريکايانو له خولې يې اورېدلي ول چې تش په نوم  د افغان  هېواد مشر ۍ لپاره ورته يو پښتون پکار دی چې د کرزي نوم هم د دغه کسانو په نوم لړ کې وو که څه هم کرزی د امريکا انتخاب نه وو له  دې کار لپاره امريکا د عبدالحق پر نوم ګوته اېښې وه  کله چې عبدالحق له  پاکستانه افغانستان ته راواوښت سم له لاس پرې طالبان خبر شول د ځای ځګي نښه پته يې مالومه کړه او په هماغه سات يې وواژۀ او د عبدالحق ورارۀ ترې په تېښته بريالی شو چې بيا وروسته امريکايي چورلکې نیغ اسمان ته پورته کړ چې کرزی هم د ورته برخه ليک سره مخ کېدوکه مولا برادر يې مخې ته ډال شوی نه وای .
کرزی د ٢٠٠١ز کال د اکتوبر په لومړۍ اوونۍ کې افغانستان ته راغی چې په  همدې اوونۍ کې امريکا د شمالي ټلوالې په ملتيا پر هېوادبمباري کوله او کرزی د کندهار په شاوخوا سيمه کې د طالبانو لاس ته د پرېوتو په حال کې وو چې  مولا برادر د خپلو جنګيالو سره د کرزي دفاع ته راودنګل او روغ جوړ يې امريکايي سرتېرو ته په لاس ورکړ چې بيا امريکايانو کرزی د شمالي ټلوالې جنګيالو ته په لاس ورکړ او هغوئ  نېغ کابل ته  په داسې حال کې ورساوۀ چې پر شايې د احمدشا مسود عکس ورنښلولی وو او په کابل کې بيا په يوۀ ډرامه يي ډول له رباني نه کرزي ته هېوادمشري ولېږدول شوه چې اوس ورته ځيني عقلمند ليکوالان  د ولس په رای  ټاکل شوی مشر واي  .



 
اړوندې موضوعګانې

 اقتصاد،سياست

 
وړانګه ويب سايټ يوازې د خپلو خپرو شويو ليكنو ننګه كوي ،نورې ليكنې د ليكوالو د نظرونو څركندويې دي ،زموږ توافق ور سره شرط نه دى
د اړيګو پته : wrranga@gmail.com


Skype: wranga.com