www.wranga.com - په افغانستان کې جګړه : اتمه ليکنه

www.wranga.com

 

سرليكونه

لومړۍ پاڼه
پيغامونه
ليكنې ليږل
لټون
اړيكه
بېلا بېلې ليكنې
بحثونه
زيرمتون
سپارښت
غړيتوب

دا مهال

اوس مهال 16 مېلمه او 0 كاركوونكى په ويبپاڼه كې شته .

ښه راغلاست، هيله ده په ويبپاڼه كې د غړيتوب لپاره د غړيتوب ځانګړې فورمه را بشپړه كړئ .

facebook


قاموس


په افغانستان کې جګړه : اتمه ليکنه 
Sunday, May 16 @ 23:40:02 BST

 مېونداشنا
دونۍ د ١٣٨٩ ل کال د غويي ٢٧
د٢٠١٠زکال د می ١٧

په کال ١٩٨٩زکال کې سور پوځ له هېواده ووت خو په هېواد کې د ايي اېس ايي پر اخور روزل شوو ډېر ژر ورپسې د افغان ملي پوځ رېښي هم وويستې  او په زرګونو افغانان يې هم ووژل تردې ځايه چې طالبان  ورپسې له پاکستانه راواوښتل .
 طالبان له پاکستان ځکه راواوښتل چې په پاکستان کې د برتانيه لوی سفير سرنکولسبېرنګټن پاکستان ته امرکړی ووچې پر افغانستان ځان بشپړ واکمن کړي او طالبان وکاروي  (پيرنګيانو او امريکايانو  په منځنۍ اسياکې تېل او ګازوته ځانونه رسول چې په افغانستان کې کورنۍ جګړې يې مخه ډب کړې وه  ) او نور پاتې ټول کار نصرالله بابر وکړ چې بابر د طالبانو د نيکه  ( باباي  طالبان )په نوم يادېږي  .
طالبان د ١٩٩٦ز کال د اګست په مياشت کې  پر کابل راوختل چې دحکمتيار په ګډون ګردې شمالي ټلوالې يې له ويري اوځناورتوبه کابل پرېښود او پټي پاله وتښتېدل  . خو نجيب الله په ګوتو ورغی او دخپل نيکه (نصرالله بابر) په شېطانتوب يې نجيب الله په داسې مرګ وواژ چې ګردې نړۍ ته يې خپله ترهه او ځناورتوب پوره په زبات وروښود او دنيکه په شېطانتوب يې زموږ بوتان هم مات کړل چې  ددغه بوتانو د ماتولو نېت (دولس سوه کاله ) پخوا هېدوستاني مهراجاګانوکړی ووچې افغان محمودغزني  ورپسې هېدوستان ته ورغی او نه يواځې د هغوئ بوتان يې مات کړل بلکې چا چې دا پلان جوړ کړی وو د هغه مهراجاګانو سرونه يې هم ورېبل خوطالبانو دغه بوتان د خپل نيکه په شېطانتوب ډېر په ارزانه بيه له منځ وېوړل .



طالبانو له اګست ١٩٩٦ز کال نه تراکتوبر٢٠٠١ز پورې په هېواد کې يزيداو نمرود  ته ورته حکومت جوړکړی وو چې دامريکا يوه استازې رابن رافېل (په پاکستان کې د امريکايي سفير طلاقه شوې مېرمن چې خاوند يې د ضياولحق سره په الوتکه کې وژل شوی دی )  به افغانستان ته تله  راتله چې د ګازو،تېلو او نلليکې کار له نژدې وڅاري  .
مولا برادر  چې د طالبانو دويم لمبر مشر ګڼل کېږي خو هغه وخت چې په فغانستان کې د جهالت زمانه وه يانې د طالبانو وخت وو همدا برادر وو چې حامدکرزی يې د طالبانو په بهرنۍ تګلاره کې په ددنده وګومار او نېغ يې امريکاته واستو چې د طالبانو او امريکايانوپه منځ کې د يوۀ سمون چار په توګه ترې کار واخلي خو کرزي امريکا ته رسېدوسره سم امريکايانو ته ډاډ ورکړ چې دی هم  امريکا ته هر ډول خدمت کولای شي .
کرزي په امريکا کې  د تېلو ټېکوالو ته هم تار وغځو او ځان يې ورسره ونښلاو چې د نلليکې په غځولوکې  ورسره د مرستې لپاره ټټر هم وواهو نو امريکايانو هم دی پر ملا وډباو او د خپل رحم اوکرم باران يې پرې وکړ چې کرزي هم ترې نه په وخت ګټه پورته کړه او په واشينګټن او  ورجينيا  کې لوی لوی رېسټورانونه واخستل او ډېر ژر يې خپل ټول ټبر ورونه ،ورېرونه او تربوران  امريکا ته وغوښتل چې تر دې دمه د کرزي رېسټورانونه په امريکا کې  شته او ښه په درز کې چلېږي  .

 
اړوندې موضوعګانې

 اقتصاد،سياست

 
وړانګه ويب سايټ يوازې د خپلو خپرو شويو ليكنو ننګه كوي ،نورې ليكنې د ليكوالو د نظرونو څركندويې دي ،زموږ توافق ور سره شرط نه دى
د اړيګو پته : wrranga@gmail.com


Skype: wranga.com