|
 |
 |
|
اوس مهال 16 مېلمه او 0 كاركوونكى په ويبپاڼه كې شته .
ښه راغلاست، هيله ده په ويبپاڼه كې د غړيتوب لپاره د غړيتوب ځانګړې فورمه را بشپړه كړئ . |
|
|
|
|
| پیښور کی دارواښاد ستوري د کلیزی په مناسبت د ادبی غونډی خبرتیا او بلنه |
|
| Tuesday, March 30 @ 20:47:03 BST
پیښور: پښتو عالمی کانګرس او ټرائیبل یونین اف جرنلسټس ـ پښتونخوا، د پښتو ژبی د نوموړی قامپرست شاعر، لیکوال او مبارز ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري د کلیزی په مناسبت د یوی درنی ادبی دستوری تابیا کړی ده ، چی د پښتو ژبی لر او بر نوموړی لیکوالان،ادیبان او شاعران به پکی ګډون کوی.
دا ادبی دستوره / غونډه به د ۲۰۱۰ میلادی کال د اپریل د میاشتی په پنځمه نیټه د ګل (دوشنبی) په ورځ په پیښور ـ صدر کی دایران کولتوری مرکز په هال کی د ماځیګر په دری نیمو بجو شروع کیږی. پښتو عالمی کانګرس او ټرائیبل یونین اف جرنلسټس ، پيښورـ پښتونخوا، تاسو درنو هیوادوالو ته په درنښت بلنه ورکوی چی مونږ سره دارواښاد ستوري د کلیزی په ادبی غونډه کی ګډون وکړی اوپه خپل ګډون سره زمونږ دا دستوره لا درنه کړئ. په درناوی حميد الرحمن نادان د پښتو عالمی کانګرس د اطلاعاتو اوکولتوری چارو سیکرټر هارون شینواری د ټرائیبل یونین اف جرنلسټس داطلاعاتو سیکرټر نیټه: دګل ورځ د ۲۰۱۰ میلادی کال داپریل ۵ مه . وخت: د ماځیګر دری نیمی بجی. ځای : په پیښور ـ صدر کی دایران کولتوری مرکز هال.
|
|
|
|
|
| |
|
|
|