|
 |
 |
|
اوس مهال 26 مېلمه او 0 كاركوونكى په ويبپاڼه كې شته .
ښه راغلاست، هيله ده په ويبپاڼه كې د غړيتوب لپاره د غړيتوب ځانګړې فورمه را بشپړه كړئ . |
|
|
|
|
| دخواخوږی ادبي او کلتوري ټولني پيغام |
|
| Sunday, February 07 @ 23:06:42 GMT
نيټه: ١٨/١١/١٣٨٨ - ٧/٢/٢٠١٠
په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د پښتونخواه ستر شاعر، ليکوال، سياست پوه او مبارز شخصيت اجمل خټک د دي فاني نړي څخه سترګي پټي کړي. انا لله انا اليه راجعون
ارواښاد اجمل خټک چي يو انقلابي شاعر او هڅانده ليکوال، د نيمي پيړي څخه ډېر کلونه د ولس د ويښتابه او د خپلواکي غوښتونکي غورځنګ د مشرانو څخه ګڼل کيږي، د ښکيلاک او پوځي واکمنانو پر خلاف ېي جيلونه او جلا وطني ګاللي خو د خپل مقدس او ملي هيلو څخه ندئ پر شا سوي.
خټک صاحب يو حساس پياوړي شاعر او ليکوال او تل د افغان ولس ريښتني دوست او خواخوږی ؤ چي آثار ېي په افغانستان او پښتونخواه کې د ولسونو او نوي نسل د منلو او احترام وړ او پيړي پيړي وروسته به هم په ولس کې خپل مقام ولري. د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه پلاوي او ټول غړي د ارواښاد اجمل خټک مړينه يوه ملي او لويه ضايعه بولي، ارواښاد ته جنت الفردوس، کورنۍ، علمي او فرهنګي ټولنو او ټوله پښتونخواه ته د خواخوږي مراتب وړاندي کوي او د خداي (ج) د دربار څخه ټولو ته د زړه صبر غواړي. روح دي ښاد وي. په درنښت، الحاج غرزي خواخوږی د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر
|
|
|
|
|
| |
|
|
|