www.wranga.com - په افغانستان کې جګړه (درېمه برخه)

www.wranga.com

 

سرليكونه

لومړۍ پاڼه
پيغامونه
ليكنې ليږل
لټون
اړيكه
بېلا بېلې ليكنې
بحثونه
زيرمتون
سپارښت
غړيتوب

دا مهال

اوس مهال 26 مېلمه او 0 كاركوونكى په ويبپاڼه كې شته .

ښه راغلاست، هيله ده په ويبپاڼه كې د غړيتوب لپاره د غړيتوب ځانګړې فورمه را بشپړه كړئ .

facebook


قاموس


په افغانستان کې جګړه (درېمه برخه) 
Thursday, February 04 @ 10:47:47 GMT

 مېونداشنا
پينځنۍ د ١٣٨٨ ل کال د سلواغې ١٥
د٢٠١٠زکال د فبرورۍ ٤

Strike  Against  Terror
پر
War in  Afghanistan
اوښتی دی
 د  Strike  Against  Terror  پر پلمه  په کال ۱۹۹۸ د شلم اګست په شپه يوه امريکايي جنګي الوتکه  له عربي سمندرګي نه والوته چې په کروزمیزایلوسمبال وه  او د پاکستان په پټه  مرسته يې د پاکستان  له هوايي ليکې نه افغانستان  وویشت او تر دېرشو پورې يې بې ګونا افغانان شهیدان کړل خو وروسته امريکا خپل ځان داسې سپين کړ چې موږ دا بريد پر افغانانو نه بلکې پر عرب ترهګر بن لادن کړی دی چې په افغانستان کې  طالبانو ځای ورکړی دی او له  همدغه ځايه پر موږ غلچکي بريدونه کوي  .
له دې بريده مخکې طالبانود پاکستان  د وسلو ،بمونو،کارتوسو، او بېلا بېلو  جنګي توکو په ازمولو افغانستان لوټې لوټې کړی وو چې وروستی ازمېښت يې د باميانو پر بوتانو وکړ خودا لومړی ځل وو چې امريکا ته د خپلو جنګي توکو د ازمولو وار په ګوتوورغی  او ترننه لګياده رنګا رنګ وسلې ازموي  .


دا چې اوس امريکا او ملګري يې طالبانو ته (تش د سولې په نوم په بدل کې )د پېسو خبرې هم کوي دا کومه نوې خبره نه ده بلکې  ٩ کلنه زړا خبره ده  .....
Either  you  accept  our  offer  of  a  carpet  of  gold, or  we  bury  you  under  a  carpet  of  bombs
یانې تاسې(طالبان)  زموږ دا د سروزرو باران پر ځان ومنئ که نه نو د بمونو باران به درباندې وکړو.
((په کال ١٩٦٤ز کې امريکا پر وېتنام ٥ لکه او ٤٣زره پوځيان  ورغورځول  او پوره ١٤ کاله يې پر وېتنام  دومره خونړۍبمباري وکړه چې د يوۀ وېتنامي مشر په خبره  په شمالي وېتنام کې امريکا دومره بمباري کړې وه چې په پټوکې د مېوې دانې پر ځای هلته په پټوکې د وسپنې بزغلي  راشنۀ شول او امريکايي پوځي مشرانو هم وايي چې په وېتنام کې موږ داسې ځای نه دی پرېښی چې هلته موږ کارپېټ بمباري نه وي کړي کارپېټ بمباري يانې د بمونو قالين  غوړول  چې دا د بمونوقالين خبره  امريکايانو د وېتنام له وخته  په جنګ کې رواج کړې ده  .))
د امریکا په نیویارک ښار کې هغه ودانۍ (ګانې) داسې لیدل شوي دي او ویل شوي دي چې یو څو مسلمان ځوانانو چې سم د الوتکو په الوتلو هم نه پوهېدل خو په ١١ سېپتمبر ۲۰۰۱ زکال کې یې د امریکا امنیتي نظام ته یوه شرمونکې ماتې ورکړه او مسافر وړونکي الوتکې یې د وسلې په توګه وکارولې چی په څلورو الوتکو کې یې درې پر نښه شوي ځائیونو وروغورځولې او تر ٣٠٠٠پورې امريکايان يې هم پکې لدې نړۍ  نه ورک کړل خوداسې لاسوندونه  هم شته چې د الوتکو په ورغورځولو کې دولتي کسان(د بوش کابینه) ښکېل وه او دا هر څه په یوۀ سنجول شوي پلان تر سره شوي دي چې همدغه پلان شوې ډرامه  پر افغانستان د يرغل  پلمه شوه  .

 
اړوندې موضوعګانې

 اقتصاد،سياست

 
وړانګه ويب سايټ يوازې د خپلو خپرو شويو ليكنو ننګه كوي ،نورې ليكنې د ليكوالو د نظرونو څركندويې دي ،زموږ توافق ور سره شرط نه دى
د اړيګو پته : wrranga@gmail.com


Skype: wranga.com