وطن مېوند
ادينه (جمعه) د ١٣٨٨ ل کال د سلواغې ٢
د ٢٠١٠زکال د جنوري ٢٢
دا زموږ لپاره ډېر د شرم ځای دی
چې هېوادمشر مو کرزی دی
داسې روسانو هم راوستی وو کارمل
پرې تر ننه پښېمانه هر روسی دی
ايات پرې د انجيل دی ليکل شوی
ما ليدلی دا ټوپک امريکانی دی
پوره اووۀ کسان يې ووژل په ډزو
تازه بريد يې په غزني کې پرونی دی
لوی، واړۀ ،زاړۀ راله راوژني
دا لودګان وايي بهير ډموکراسی دی
مېندې پرې بورې ښې وې شنډې ښې وې لا کونډې ښې دي
که څوک کوي يايې کړی له کرزي ملاتړی دی