www.wranga.com - ايا سګرت رښتيا وايی؟

www.wranga.com

 

سرليكونه

لومړۍ پاڼه
پيغامونه
ليكنې ليږل
لټون
اړيكه
بېلا بېلې ليكنې
بحثونه
زيرمتون
سپارښت
غړيتوب

دا مهال

اوس مهال 25 مېلمه او 0 كاركوونكى په ويبپاڼه كې شته .

ښه راغلاست، هيله ده په ويبپاڼه كې د غړيتوب لپاره د غړيتوب ځانګړې فورمه را بشپړه كړئ .

facebook


قاموس


ايا سګرت رښتيا وايی؟ 
Monday, December 28 @ 21:59:33 GMT

 

ايا سګرت رښتيا وايی؟
سګرت يم فريبکار يم هوښياران هم غولوی شم
ښکلوم دپيغلو شونډی هلکان هم غولوی شم
يو   لمبه شم بيا لوګی شم له حلقوم  ځيګر ته لاړشم
بيا په شش کی ښی ميلی کړم ډاکټران هم غولوی شم


ګوری شش يی ټول تکتور دی چی زما هغه کی کور دی
سل مرض پکښی ميله دی چلميان هم غولوی شم
او س پر ما چی مبتلا دی په غضب د پاک الله دی
په دردو باندی اخته دی مريضان هم غولوی شم
تفدانی سګرتدانی مو دادهر مجلس ميزبان شی
پياده ګان خولا واړه دی چی شاهان هم غولوی شم
ټيمه  کيان په ما کړی فخر چی زه څومره محترم يم
دود می پورته کړی اسمان ته مودکيان هم غولوی شم
اقتصاد اوصحت دواړه په حکمت خپل فيسله کړم
يو حوس بعضو ته ښکارم غريبان هم غولوی شم
له خپل موره به غلا وکړی خودا مابه پری وا خلی
ګوری څومره قدر دان يم جا هلان هم غولوی شم
خدايه څومره ساده ګان دی په پيسو باندی اور بل کړی
بيايی وسيزی تر پايه عالمان هم غولوی شم    
ګوری څومره غريبان شته خو هيڅوک به هيس ورنکا
خو په ما به خرابات کړی ذاهدان هم غولوی   شم
رقاصه يمه نڅيږم رنګ می شته ګټه می نشته
يو د څو لحزو ميلمه يم عياشان هم غولوی شم
اوس به سوال کړمه له تاسوچی زه دروغ او که رښتيا وايم
ای حفيظ ملياره واوره شاعران هم غولوی شم
27٠12٠2009
ويانا
 
 
وړانګه ويب سايټ يوازې د خپلو خپرو شويو ليكنو ننګه كوي ،نورې ليكنې د ليكوالو د نظرونو څركندويې دي ،زموږ توافق ور سره شرط نه دى
د اړيګو پته : wrranga@gmail.com


Skype: wranga.com