www.wranga.com - د نوراجان بهير شعري ټولګه چاپ شوه

www.wranga.com

 

سرليكونه

لومړۍ پاڼه
پيغامونه
ليكنې ليږل
لټون
اړيكه
بېلا بېلې ليكنې
بحثونه
زيرمتون
سپارښت
غړيتوب

دا مهال

اوس مهال 26 مېلمه او 0 كاركوونكى په ويبپاڼه كې شته .

ښه راغلاست، هيله ده په ويبپاڼه كې د غړيتوب لپاره د غړيتوب ځانګړې فورمه را بشپړه كړئ .

facebook


قاموس


د نوراجان بهير شعري ټولګه چاپ شوه  
Thursday, October 22 @ 23:06:16 BST

 

 

د ځوان شاعر نوراجان بهير شعري ټولګه ((په سپوږمۍ كې تصوير يو دى)) له ننګرهاره مومند خپرندويه ټولنې په ښه صحافت، رنګه پښتۍ، سپين كاغذ، په يو زر ټوكونو كې خپره او بازار ته وړاندې كړه.

نوموړې ټولګه دوه سوه مخونه لري، په لومړۍ برخه كې يې غزلونه او په دويمه برخه كې يې نظمونه چاپ شوي دي. 

پر كتاب ټولمنلي استاد محمد اصف صميم، وتلي شاعر پيرمحمد كاروان او ځوان او تكړه كره كتونكي احسان الله درمل يادښتونه او سريزې ليكلي دي. 

الياس وحدت - خوست



كه څه هم د بهير صيب شاعري له څو كلونو راهيسې په هېواد كې د ننه او  له هېواده د باندې په چاپي خپرونو او ګڼو پښتو انټرنېټ پاڼو كې خپريږي، خو په كتابي بڼه يې دا لومړۍ ټولګه ده.

نوراجان بهير د خوست اوسيدونكى دى او له لسو كلونو راهيسې په ژورنالېزم كې د بوختيا ترڅنګ شاعري هم كوي، د شاعرۍ عمر يې ښايي له ژورنالېزمه اوږد وي. 

ښاغلى بهير د ډېرو ځوانانو برخلاف شهرت نه خوښوي او د ځان پټولو هڅه كوي، خو د نېږدې ملګرو په هڅونه د هېواد په لر او بر كې په مشاعرو او ادبي غونډو كې ګډون كوي او كله چې پدې ډول غونډو كې شعر ولولي، نو د پياوړې شاعرۍ له بركته يې تود هركلى كيږي.

د نارنج ګل په تېره مشاعره كې يې چې يو نظم ولوست، نو د مومند خپرندويه ټولنې مشر نصير مومند د سټېج له سره اعلان وكړ، چې د بهير له شاعرۍ سره د ځانګړې مينې له امله د ده شعري ټولګه دوى خپروي. 

ډېرى شعر پېژندونكي، چې د نوراجان بهير شعرونه يې لوستي او يا اوريدلي دي، پدې اند دي، چې بهير د ځوانو پښتنو شاعرانو په ليكه كې يو سرلارى او نوښتګر شاعر دى.

د ده د شاعرۍ يوه ځانګړنه دا ده، چې ځانګړې او نوې لاره لري. په خاص ډول د نظم په برخه كې زړه راښكونكې او بيخي په نوې بڼه انځورګري لري. 

كه څه هم اوسني زياتره شاعران دا هڅه كوي، چې اوسنى حالت او ناورينونه په خپلو شعرونو كې راوړي، خو ډېرى يې په دې نه توانيږي، چې په دومره هنري بڼه يې انځور كړي، چې شعر د شعار له سيوري وساتي، خو بهير په دې توانيدلى چې په خپلو نظمونو كې هم د هېواد اوسنى وضعيت ترسيم كړي او هم يې شعر، د شعر په جامه كې په خپله هنري بڼه پاتې شي. 

 
 
وړانګه ويب سايټ يوازې د خپلو خپرو شويو ليكنو ننګه كوي ،نورې ليكنې د ليكوالو د نظرونو څركندويې دي ،زموږ توافق ور سره شرط نه دى
د اړيګو پته : wrranga@gmail.com


Skype: wranga.com