www.wranga.com - په ژوب کی سیمینار او مشاعره وشوه:رفیع الله مندوخیل

www.wranga.com

 

سرليكونه

لومړۍ پاڼه
پيغامونه
ليكنې ليږل
لټون
اړيكه
بېلا بېلې ليكنې
بحثونه
زيرمتون
سپارښت
غړيتوب

دا مهال

اوس مهال 25 مېلمه او 0 كاركوونكى په ويبپاڼه كې شته .

ښه راغلاست، هيله ده په ويبپاڼه كې د غړيتوب لپاره د غړيتوب ځانګړې فورمه را بشپړه كړئ .

facebook


قاموس


په ژوب کی سیمینار او مشاعره وشوه:رفیع الله مندوخیل 
Sunday, April 12 @ 21:57:23 BST

 

په جنوبی پښتونخوا ژوب کی دخراسان ادبی ټولنې له لوری ځخه دآپریل په ۱۰نیټه یوه په زړه پورې سیمینار او مشاعره وشوه .هرکال دپسرلی په ویاړ دخراسان ادبی ټولنې له لوری ځخه مشاعره کیږی



خو داځل بیا دخراسان ادبی ټولنې له لوری چی یوه فعاله پښتو ټولنه ده په زړه پورې سیمینار او مشاعره یې چمتو کړې وه ددغې ټولنې دمشر  تکړه شاعر محمدطاهر هوتک دلومړۍ شعری مجموعی   ؛  دازما دزړه درزا ده ؛ دمخکتنی دستوره او ورپسی آزاده مشاعره ترسره شوه ودغې په زړه پوری مشاعرې ته له بنو او درزاندې سیمې ځخه په زیات شمیر شاعران راغلي وو او همدارنګه دژوب سیمی په سلګونو شاعرانو په دغې مشاعره کی ګډون درلودو دغه سیمینار پر دوو برخو ویشلئ وو چي لومړۍ برخه یې دمقالو او دوهمه برخه یې بیا مشاعرې ته ځانګړې شوې وه
دسیمینار صدر تکړه لیکوال او شاعر برملا خان برمول  او مشر میلمه یې

دروند استاد ښآغلئ غازی سیال وو محمدطاهر  خوږمن  هوتک بیا دکوربه په حیث له دروند ادیب همایون مندوخیل او ښاغلی غلام محمد محمدی ؛ ښاغلی آطلس خان مطلوم مل ؛ ښاغلی ډاکټر اورنګزیب احساس ؛ ښآغلی مقبول احمد ناصر ؛ ښاغلی بخت مندوخیل ؛ ښآغلی ګوهر وزیر ؛ ښآغلی  ایوب ؛ او ښاغلی شیخ محمد یار خان مندوخیل سره پر دریځ یاسټیج باندي ناست وو
دسټیج چاري مسرور موسی خیل او نسیم ګل نسیم پر مخ بیولي سیمینار سهار پر لس بجي  دژوب دډګری کالج په تالار کی دښاغلی عنایت الله صاحب له لوری دقرآن کریم په سپیڅلو آیاتونو سره پیل شو
له همدې وروسته  دمقالو لړۍ پیل شوه
لومړۍ مقاله دښاغلی نسیم ګل نسیم وه او بیا تکړه شاعر داود بخت مندوخیل خپله مقاله وویله او همدارنګه پر خپل وارنورو درنو لیکوالانو لکه ډاکټر اورنګزیب احساس ؛ ښاغلی اطلس خان مظلوم مل   خپلي مقالي وویلي دبی  آر   ایس   پی   غلام محمدمحمدی او درادیو پاکستان ژوب پروډیسر ښاغلی همایون مندوخیل ښاغلی محمد طاهر هوتک ته پر کتاب چاپولو او سیمینار جوړولو مبارکي وویله همایون مندوخیل دمحمد طاهر هوتک کتاب ودروند استاد ښآغلی غازی سیال ته ډالۍ کړو او ټولو میلمنو شاعرانو ته یې درادیو پاکستان ته دورتګ بلنه ورکړه څو دغه شاعران خپل شعرونه  همدارنګه په عامه توګه دپښتو ژبی اهمیت درادیو له لاری  داوریدونکو تر غوږونو پوري ورسوي له همدې ډالۍ وروسته دسیمینار لومړۍ برخه هم پای ته ورسیده او له دې وروسته دپسرلنۍ مشاعری برخه پیل شوه دیادولو وړ ده چي په دغه مشاعره کي په سلګونو شاعرانو او عامو وګړو ګډون کړئ وو او پکښی اکثره شعرونه پسرلي او دپښتون قوم په مینځ کی اتفاق او وحدت را وستلو په اړوند وویل شو او دناستو خلګو له لوری ځخه په ډیره منظمه توګه سره بدرګه کیدو دمشاعرې په پآی کی ښآغلی نسیم ګل نسیم  درادیو پاکستان ژوب ؛ ډی پی او زاهد افضل ؛ دبی  ار ایس  پی او خبریالانو رفیع الله مندوخیل ؛ خدای نور ناصر ؛ شاه بران کاکړ ؛ او رفیق مندوخیل ځخه دزړه له تله مننه وکړه
دغه مشاره بیا ماښام پر ۷  بجو پای ته ورسیده

رپوټ  ؛ رفیع الله مندوخیل جنوبی پښتونخوا ژوب

 
 
وړانګه ويب سايټ يوازې د خپلو خپرو شويو ليكنو ننګه كوي ،نورې ليكنې د ليكوالو د نظرونو څركندويې دي ،زموږ توافق ور سره شرط نه دى
د اړيګو پته : wrranga@gmail.com


Skype: wranga.com